ایکنانیوز د پارسټوډي له قوله راپورراکوي، د ایران د اسلامي انقلاب سپاهِ پاسداران ځواک د مقدسې دفاع اونۍ د پیل په مناسبت په یوه بیانیه کې ټینګار وکړ: د دښمن لخوا د هرې نوې محاسباتي غلطۍ او او تیري په صورت کې به، اسلامي جمهوریت برلاسی وي او د جګړې په ډګر کې به نوښت ولري او هغه ته به یو بل وژونکی او عبرتناک ځواب ورکړي.
د اسلامي انقلاب سپاه پاسداران، د اته کلنې او دولس ورځنۍ مقدسې دفاع د شهیدانو، سرشیندونکو او جنګیالیو د یاد، نوم، خاطرې او حماسه جوړونو د درنښت په ترڅ کښې وویل چې د اسلامي وطن خلاف د دښمن له لوري د هر ډول ګواښ او تیري سره د مقابلې لپاره د غیرتي ایرانیانو د مقدس اتحاد او هوښیارۍ په مننې سره خبرداری ورکوي چې د دښمنانو په تیره بیا د جعلي او جنایتکاره صهیونیسټي رژیم او د امریکې د مستکبرې او دوکه بازې ادارې هر ډول تیروتنه به د وطن د طاقتورو مدافعانو او وسله والو ځواکونو په تیره بیا د اسلامي انقلاب د سپاه پاسداران له پریکنده، ځپونکي، پروخت او پښیمانه کوونکي غبرګون سره مخامخ شي.