IQNA

له اسلامي څېړنو او د استعمار لپاره د جاسوسۍ له پیچلې میراث سره؛ کریستین هورګرونیه(مقاله)

13:20 - October 05, 2025
د خبر لمبر: 3491811
ایکنا - هورګرونیه  نه یوازې یو پوهنتوني څیړاندؤ ، بلکې داسې سړی و چې د هغه د ژوند کیسه د یو  جاسوسۍ ناول په څېر وه، چې د ایمان او دوکې ترمینځ ګیر و، چې په اسلامي څېړنو او لویدیځي تاریخ کې ئې یونه  هیریدونکی میراث پرېښود.

  ایکنانیوز د  الجزیره  له قوله راپور راکوي،  په نولسمې پیړۍ کې، په هالیند کې یو ماشوم په داسې کورنۍ کې زیږیدلی و چې د هغې کورنۍ تاریخ د ځنډ او بدنامۍ سره مل و. نوم ئې کریستیّن اسنوک هورګرونیه و او دا نوم ژر د هالیند په  ختیځ پيژندنې کې تر ټولو جنجالي نوم شو.

کریستین اسنوک هورګرونیه په ۱۸۵۷ کې په هالیند جنوب کې په اوسټرهوت کې زیږیدلی و او خپلې پوهنتوني زده‌کړې په ۱۸۷۴ کې په لایډن پوهنتون کې د الهیاتو په څانګې کې پیل کړې. هغه په ۱۸۸۰  کې خپله پی ایچ ډی ترلاسه کړه چې تیسیس  ئې  د «مکه مراسم او جشنونه» په موضوع  سره ؤ ، او ډېر ژر په ۱۸۸۱ کې د هالیند استعماري خدماتو په تعلیمي انسټیټیوټ کې د استاد په توګه ئې دنده ترلاسه کړه او هلته ئې د اسلامي او عربي کلتورونو په اړه لیوالتیا پیل شوه.کریستین هورگرونیه؛ شرق‌شناسی که با هویت جعلی وارد مکه شد

هورګرونیه په عربی ژبې ښه مسلط و، او همدغې وړتیا  وروسته د غرب په تاریخ کې د یوه  بې‌ مخینې  ماموریت د ترسره کولو وړتیا ورکړه. هغه د یو شرق‌شناس  یا ختیځ پیژاند په توګه، د مسلمانانو ژوند له  نږدې د څېړلو لپاره، په بدل لباس سره مکې مکرمې او مدینه منوره ته سفر وکړ.

هغه له ځوانۍ نه یوازې د الهیاتو او عربی ژبې په اړه لیوالتیا درلوده، بلکې اسلامي نړۍ ته ئې هم ډېره لیوالتیا ښودله، تر هغه چې وروسته د «عبدالغفار ال لایدني» (د هلند لایدن ښار له نوم څخه اخیستل شوی) په  مستعارې نامې  سره مکه ښار ته  داخل شو. هلته، په حاجیانو کې ئې ژوند وکړ، په پټه ئې له کعبې عکس واخیست او خپل  هویت ئې پټ ساتلو. دا قضیه  ډېره د جاسوسۍ کیسې ته ورته وه، نه د یو پوهنتوني څېړاند  ژوند ته.

«عبدالغفار»؛ په مکې کې جاسوسي!

په ۱۸۸۴م کې د اګست ۲۸مه، ۲۷ کلن هالیندي ځوان اسنوک د یوه  دوه‌اړخیز ماموریت لپاره جدې ته وارد شو: پوهنتوني څېړنې او د هالیند حکومت لپاره ئې جاسوسي کوله . د هغه ماموریت د انډونیشیايي حاجیانو څارل ؤؤ او د هغه دنده د مکې له عالمانو سره داړیکو څيړل وو. له دې وېرې چې شاید هغوي د استعمار ضد پاڅونونو مشري وکړي.

هورګرونیه د سختو مذهبي محدودیتونو د تیرولو لپاره، د «عبدالغفار»  عربی نامه دځان  لپاره غوره کړه. هغه  له بړستن  پښې وغزولې  او د هغه وخت د شتمنو حاجیانو په څېر ئې یو غلام د ځان لپاره وټاکه چې څوک د هغه په صداقت شک ونه کړي. هغه همدارنګه د اسلامي مراسمو او رسمونو په څېړنې کې ډېر دقت وکړ  او د حاکم عثمان پاشا حاکم، ځايي قاضيانو او عالمانو باور ترلاسه کړ. په ۱۸۸۵ کې د جنوري ۲۱ ، هغه ته ئې  مکه ته  د واریدیدا اجازت  ورکړل شو ، هغه هلته اووه میاشتې تېرې کړې، په لمانځه کې او د ښار خلکو په دستورو کې ئې ګډون وکړ او له عالمانو، مفتيانو او عامو خلکو سره یې لیدلې وکړې.

کریستین یو ۴ کیلوګرامه کیمره  هم له ځان سره درلوده چې له هغې ئې له کعبې، مسجدالحرام او د  ښار د ځينو برخو  عکسونه اخیستل. هغه همدارنګه  قرآن د  تلاوت لومړئ غږ، چې د «سوره ضحی» پورې اړوند و، له مسجد الحرام دننه ضبط کړ او دا نادر اسناد ئې لایډن پوهنتون کتابتون ته واستول او په دې توګه دا اسناد د مکه ټولنې، معمارۍ او مذهبي مناسکو په اړه په  یوې بې‌مخینې  سرچینې بدل شول.

کریستین هورگرونیه؛ شرق‌شناسی که با هویت جعلی وارد مکه شد

هغه د  شکل  په بدلولو کې دومره مهارت درلود چې ډېرو خلکو  احساس کاوه هغه یو له هغوی څخه دی. خو د دې علمي شکل  تر شا، حقیقت لا هم پاتې و؛ داسې سړی چې «عبدالغفار» نوم ئې کیښودلی ؤ، یو توبه‌کوونکی حاجي نه و، بلکې یو شرق‌شناس  یا ختیځ پيژاند جاسوس و چې ټول څه ئې تر نظر لاندې درلودل او ثبتول ئې. مکه چې هغه ورته داخل شو، داسې نه وه  چې د هغو اطلاعاتو څانګې ته   وارد شوی وي، بلکې د هغه زړه ته داخل شوي  ؤ.

هورګرونیه د استعماري سیاست کې رول!

هورګرونیه له مکه وروسته، په ختیځ هند کې د هالیندد حکومت مشاور شو او په آچه جګړه کې (۱۹۱۴-۱۹۷۳م) یې اصلي رول ولوباوه. هغه له خپل  اسلامي کلتور په اړه پوهې څخه ګټه واخیسته چې  په تاؤتریخجنو او  ترینګلو رودو سره  نه ،بلکې ځاي غوره کسان ځان ته جذب کړي  او  وسلوال مقاومت کمزوری کړي، او په منظمې جاسوسۍ او  دغوره کسانو په  کنټرولولو ټينګار و کړي.   

هغه بیا هالیند ته  ستون شو چې لایډن پوهنتون کې د تدريس څوکۍ ترلاسه کړي، او هلته ئې عربی ژبه، آچه ژبه او اسلامي تعلیم  تدریس کاوه  او   هغه د خپلو څېړنو خپرولو ته دوام ورکړ، داسې څېړنې چې هغه ئې په ټولې نړۍ   کې د اسلامي او عربي څېړنو کې په یوې غوره سرچینې بدل کړ.

کریستین په یوه کلیسائي کورنۍ کې زیږیدلی و چې له رسوائئ ډکه وه. پلار ئې یو کشیش  او پادري و چې له بل کشیش لور سره  غلطه رابطه درلوده او خپله حامله ښځه ئې پریښودلې وه. کریستین د ګناه او شرم په سیوري کې لوی شو، خو د پوهې په اړه  ئې دلچسپی درلوده. هغه لومړی الهیات ولوست، بیا عربی او اسلام ته لیواله شو او دومره پکې ډوب شو چې ښکاري د بدلون وړ هویت په لټه کې دی.

د هغه جنازه له یوه حیرانکونکي  توپیر سره مل وه. هغه د اسلامي مراسمو له مخې، په یوه ساده قبر کې اود ښځې او لور  له شتون پرته ښخ کړئ شو.

https://iqna.ir/fa/news/4305383

captcha