IQNA

د قرآن کریم له نظره ناوړه نیّت

10:27 - March 07, 2024
د خبر لمبر: 3488842
ایکنا- یو هغه مورد  چې په ټولنې کې د اعتماد د له مینځه تلو او او د ټولنې د بنیاد او اساس د ورانیدو سبب کیږي، د نورو په نسبت بد فکر  کول دي چې په قرآن کریم کې ډير رټل شوي دي.

بد یا ناسم نیّت، دخداوندمتعال یا بل مومن په باب بد ګمان او خطور دی چې په آیتونو او  دهغه په روایتونو کې ئې نهي شوې ده.ناوړه نیّت،بد بیني او منفي سوچ یو اخلاقي رذالت دی په هغو بد اغیزو سره چې پخپل انسان او دهغه پر شاوخوا اوسیدونکو ئې شیندي، بلکې  د انسان په سوني کې ژوند ډير تریخ کوي او د نه زغملو وړ ئې کوي.

ناسم او ناوړه نیّت د اسلام له نظره ،ګناه حسابیږي، خداوندمتعال فرمائي ؛ يا أَيُّهَا الَّذينَ آمَنُوا اجْتَنِبُوا كَثيراً مِنَ الظَّنِّ إِنَّ بَعْضَ الظَّنِّ إِثْمٌ وَ لا تَجَسَّسُوا وَ لا يَغْتَبْ بَعْضُكُمْ بَعْضاً» (حجرات، 12)  په دغه آیت کې په ډاګه د بدګمان نفي شوې ده او د غیبت لپاره یوه سریزه بلل شوې ده.په عین حال کې دغه پوښتنه راپورته کیږي چې په دغه آیت کې ولې د ؛کَثیرا مِنَ الظّن؛(ډير ګمانونو ) تعبیر راغلی دی؟ په دې خاطر چې د یوه بل په حق کې د خلکو ترټولو زیات ګمانونه، بد ګمانو نه دي.

یو هغه مورد چې په ټولنې کې د اعتماد د له مینځه تلو او په سبب  ئې  د ټولنې بنیاد او اساس  ورانیږي، د  نورو په باب بد فکر کول  دي ،څرګنده ده چې  انسان هماغه ډول چې فکر کوي، چلند کوي او دهغه چلند دهغه څه نښه ده چې د هغه په ذهن کې تیریږي.پر دې اساس څوک چې تل د نورو په نسبت بد فکر ک وي،لامل کیږي، چې له نورو سره بد چلند ولري او له هغه د نورو اعتماد اخستل کیږي. قرآن کریم فرمائي؛ وَ ظَنَنْتُمْ ظَنَّ السُّوْءِ وَ کُنْتُمْ قَوْما بُورا» (فتح ، 12)؛  یعني ناوړه نیّت د انسان زړه تباه کوي  او دهغه شخصیّت له مینځه وړي.

په یوه بل آیت کې خداوندمتعال  د بد ګمان  یوې بلې برخې ته اشاره کوي چې  هغه د خداي تعالی په نسبت بد ګمان دی. ؛وَيُعَذِّبَ الْمُنَافِقِينَ وَالْمُنَافِقَاتِ وَالْمُشْرِكِينَ وَالْمُشْرِكَاتِ الظَّانِّينَ بِاللَّهِ ظَنَّ السَّوْءِ؛ (هم)منافق سړي او هم منافقې ښځې  او مشر مشرک سړي او مشرکې ښځې  چې په خداي بد ګمان  کوي سز کړه (فتح: 6)

هغه بد ګمان چې دوي پر خدای کاوه،دا ؤ چې پخپل پیغمبر به د الهی وعدې هیڅکله هم پوره نشي او مسلمانان پر دښمنانو نه یوازې بریالي نه کیږي، په داسې حال کې چې خداوند مسلمانانو ته د بریالیتوب ژمنه ورکړې وه او بلاخره همداسې وشول.دا چې منافقان او مشرکان دخدای په نسبت په بد ګمانه دي،په داسې حال کې چې دمومنانو زړونه  له ښه ګمان او فکره ډک وي، په دې دلیل دي چې مشرکاناو منافقان  د کارونو ظاهر ویني ، په داسې حال کې چې رښتیني مومنان بان او د کارونو انجام او باطن ته توجه کوي.

په هر حال  قرآن مجید ناوړه نیّت او فکر کول ډير سخت رټلي دي ،او ددغه تفکر خاوندان ته د ډیر دردناک عذابو وعده ورکوي.

captcha