IQNA

د قرآن له نظره خوش اخلاقي څومره اهمیّت لري؟

11:03 - March 12, 2024
د خبر لمبر: 3488864
ایکنا- د ښواخلاقوټولګه دانسانانوپه اړیکو کې  او له اجتماعی پلوه  ډيرې زیاتې اغیزې لري. قرآن کریم د  عمومی خلکو پر سپارښتنې سربیره ، پیغمرانو ته  ته ډيره سپارښتنه کړې څو په نرم او ښو اخلاقو  سره خلک لا ښه هدایتولی شي.

ښه اخلاق او ورین تندی یو هغه ترټولو اوڅاره صفت دی چې په اجتماعی معاشرتونو کې  د محبت دنفوذ لامل شوی او  د خبرو  کې حیرانونکی اغیزې لری . به همدې خاطر خداوندتعال مهربان خپلو پیغمبرانو او سفیران  ډیر نرم خویه او خوش اخلاقه  انسانان ګرځولی  څو په لاښه انداز سره  په خلکو اغیزې وشیندي  او هغوی د خدای په لور جذب کړی شي. قرآن کریم  دغه غوره  او ارزښتمن اخلاقي امتیاز  د خداوند قدوس   له خوا یو لوي عنایت اوډالۍ بللې او  ده  او فرمائي؛ فَبِما رَحْمَة مِنَ اللهِ لِنْتَ لَهُمْ وَ‌لَو کنْتَ فَظّاً غَلیظَ الْقَلْبِ لانْفَضّوُا مِنْ حَولِک»( آل عمران، آیه ۱۵۹)

پیغمبران  له ښو او غوره  اخلاقو او نرم خویه په برخمنیدا سره د خپلو الهی موخو د پوره کیدا لباره  دومره نرم اندازه و ورین تندي سره له خلکو سره مخامخ کیدلی چې  نه یوازې  هر حقیقت غواړی انسان به ئې په آسانۍ سره ځان ته جذباوعه  او هغه به  په پاک هدایت سره  خړوبه کاوه، بلکې  کله کله  به ئ دښمنان  شرمنده اومنقلب کول. ددغه فضیلت  بشبړ مصداق ،  اسلام دګران پیغمبر حضرت محمد مصطفی (ص) پاک او مقدس وجود او  دهغه بزرګوار په ستاینې کې  قرآن کریم فرمائي ؛ اِنَّک لَعَلی خُلُقٍ عَظیمٍ».( قلم، آیه ۴.)

 په ټول کې  نیک او ښه اخلاق  د انسانانو په اړیکو کې او له اجتماعی پلوه ډيرې زیاتې اغیزې لري ، د مثال لپاره ، ښه اخلاق  او ورین تندی د خلکو د توجه او محبت د جلبولو لامل کیږی.  د محبت او مینې جلبول ،  د خلکو د اعتماد د جلبولو سبب کیږي او همدغه  شان  وار د واره د خوش اخلاقو  انسانانو لپاره  ډير برکتونه و ګټې راولاړې کوي.

 خداوندکریم  د بقرې سورې به ۸۳آیت کې  له بني اسرائيلو څخه دالهی بیمان  په اخستو کې فرکائي؛ وَ قُولُوا لِلنّاسِ حُسْناً؛  له  خلکو سره به ښو اخلاقو سره خبرې  وکړئ :  دغه کلام  خلکو په باب د ښه چلند  اهمیّت ، اهمیّت ښئ  او په دې توګه له خلکو سره  ښه اخلاق او ښه چلند، د اسلام د  احکامو تر ټولو مهم اساس او مقام  کې راځي  چې په دغه آیت کې ورته اشاره شوې ده.

همداشان  د طه  سورې د ۴۳ او ۴۴ آيتونو  په اساس ، له وګړو سره د ښه چلند او خوش اخلاقۍ دستور  کې دښمنان هم شاملیږي، په تیره بیا  دحق په لور د هغوي  دبلنې په وخت .   له دې امله کله چې حضرت موسی علیه السلام  مامور کیږي،  فرعون ته الهي پیغام ورسوي.  په دغه خطاب سره مخامخ کیږي،؛ قُولا لَهُ قَوُلا لَيّناً * لَعَلَّهُ يَتَذَكَّرُ اَوْ يَخْشى».   دا تعبیر ښې چې که  د حق به لور بلنه او نهی او امر  له نرمښت او له مینې ډک چلند سره یو ځای  وی ، نو امید دی چې تر ټولو تورزړي کسانو باندې هم اغیزې وشیندي. 

captcha