د اسلامی اهدافو بشپړ تحقق د یوه هراړخیز اجتماعي نظم له وجود پرته ممکن نه دی؛ځکه اسلام یو داسې ډله ایز او هراړخیز دین دی چې د انسانانو د ژوند ټول شخصي او ټولنیز اړخونه په نظر کې لری او د دوي ټوله چارې د خداوندمتعال د عبادت او توحید په لړ کې هدایتوي او پخپلو اصولو او قواعدو سره د انسان د ژوند ټولې چارې منظموي. لکه څنګه چې دغه شان منظمونې ته هیڅ ډول دودونه او فکرونه نه رسیږي،قرآن کریم فرمائي،؛وَ اعْتَصِمُوا بِحَبْلِ اللَّهِ جَمِيعًا وَ لَا تَفَرَّقُوا» (آلعمران: 103).
قرآن کریم په آل عمران دوو آیتونو کې له الهي آیتونو و پيغمبر (ص) سره تمسک له خدای تعالی سره یوځای کیدا او د انسان د هدایت ضامن معرفي کړی دي. په نساء سورې کې هم د ټولنې په ټولو چارو کې له رسول اکرم (ص) پيروي کولو او رجوع باندې دومره ټنیګار لری چې د قضاؤت نتیجې ته تسلیمیدا او په زړه سره رضایت د حقیقي ایمان شرط بیانوي.؛ فَلَا وَرَبِّكَ لَا يُؤْمِنُونَ حَتَّى يُحَكِّمُوكَ فِيمَا شَجَرَ بَيْنَهُمْ ثُمَّ لَا يَجِدُوا فِي أَنْفُسِهِمْ حَرَجًا مِمَّا قَضَيْتَ وَيُسَلِّمُوا تَسْلِيمًا» (نساء: 65).
البته له پیغمبر اکرم(ص) وروسته د ټولنې د انتظام چورلیز او حبل الله مصداق څه شی دی؟ که قرآن او سنت د اختلاف د ختمیدا چورلیز وګڼو، نو وینو چې د اسلام د تاریخ په اوږدو کې عملا ډيرزیات بهیرونه او غورځنګونه رامینځةشوي دي او هر یوه کتاب او سنت په مختلفو معنو او مقصدونو سره له ځان سره کړي دی. خو د قرآن کریم ته په مراجعې سره ولی امر په مفهوم سره مخ کیږو. قرآن کریم هم د شخړې او اختلاف په موردونو کې د (نساء:59) او هم د پیچلو مسئلو په فهم او تحلیل کې له مسلمانانو غوښتي دي څو دوي ته مراجعه وکړي. وَ لَوْ رَدُّوهُ إِلَى الرَّسُولِ وَ إِلَى أُولِي الْأَمْرِ مِنْهُمْ لَعَلِمَهُ الَّذِينَ يَسْتَنْبِطُونَهُ مِنْهُمْ» (نساء: 83).
ولی الامر په طایفه وي قرآن کې دي چې له وحي استفاده نشي کولی او د دوي کار یوازې د هغو فیصلو صادر ول دی چې د هغوي په نظر سمې بریښې. په هغو فیصلو کې د دوي اطاعت او دهغوي په قولونو کې پيروي پر خلکو واجب د ه. هماغه شان چې پر خلکو د رسول (ص) او دهغه د اقوالو اطاعت واجب دی ؛أَطِيعُوا الرَّسُولَ وَ أُولِي الْأَمْرِ مِنْكُمْ» (نساء: 59). ورپسې آیت(نسار:60) کې د طاغوت حکم ته د مراجعې رټل ، پر دې معنا دي چې ولی امر له خداي اورسول حکم پرته نوی حکم نه وضع کوي، بلکې د هغه حکم قرآن او سنت ته بیرته ورګرځي.
د اول الامر اطاعت واجب کیدا له کوم شرط او قید پرته ده او داسې اخستون نشي کیدلی چ ې اول الامر پخپله هم اطاعت وکړي،همیشه ئې پر ګناه امر نه دی دی. پر دې اساس له هغه د اطاعت واجب شونه له خداي او د هغه له رسول(ص) څخه د اطاعت د واجب شوې معنا پوره کوي. دوي ددغه امت هغه کسان دي چې په ګفتار او کردار کې معصوم دي . ځکه مونږ ددغه کسانو د تشخیص قدرت نه لرو ،مجبورا محتاج یوو خداوندمتعال او رسول الله(ص) دوي ته ورښودلې ده چې دغه شان روایتونه ډیر دي. هماغه شان چې د حدیثونو په ډيرو کتابونو کې د خداي له پیغمبر(ص) څخه د ثقلین پرله پسې روایت نقل شوی دی.په هغو کې یو صحیح مسلم شریف دی چې پکې لیکلي دي،؛زه په تاسو کې دوه ګرانبّیه شیان پریږدم ؛ لومړی د خداي کتاب چې په هغه کې هدایت او نور دی. نو د خدای په کتاب منګولی ښخې کړئ؛پیغمبر اکرم(ص) د خدای کتاب سپارښتنه وکړه او بیا ئې وفرمائيل؛ او زما اهل بیت: ، زما د اهل بیت په حق کې خداي هیر نه کړئ؛ زما د اهل بیت په حق کې خدای هیر نه کړئ ؛ زما د اهل بیت په حق کې خدای هیر نه کړئ
؛... وَأَنَا تَارِکٌ فِيكُمْ ثَقَلَيْنِ: أَوَّلُهُمَا كِتَابُ اللهِ فِيهِ الْهُدَى وَالنُّورُ فَخُذُوا بِكِتَابِ اللهِ، وَاسْتَمْسِكُوا بِهِ فَحَثَّ عَلَى كِتَابِ اللهِ وَرَغَّبَ فِيهِ، ثُمَّ قَالَ: «وَأَهْلُ بَيْتِی أُذَكِّرُكُمُ اللهَ فِی أَهْلِ بَيْتِی، أُذَكِّرُكُمُ اللهَ فِی أَهْلِ بَيْتِی، أُذَكِّرُكُمُ اللهَ فِی أَهْلِ بَيْتِی» (صحیح مسلم، دار احیاءالتراث العربی، ج۴، ص۱۸۷۳، حدیث ۳۶).