ایکنانیوز د الجزیره له قوله راپور راکوي، نوی ډیلی په پرله پسې پیړیو کې په هندوستان کې د مسلمانانو د حکومت مرکز ؤ او په دغه ښار کې په سلګونو جوماتونه جوړ شوي دي. خو نن سبا د په ځينو جوماتونو کې د لمانځه له اقامه کیدا څخه د هندی حکومت په ممنوعیّت سره ددغه ښار په مینځ کې څه د پاسه ۵۴ تاریخي جوماتونه په کنډوالو بدلیدا دي او د نشه یانو لپاره په پناه ځای بدل شوي دي.
مسلمان فعالاانو هڅه کړې ده چې د حکومت ددغو سپيرو اقداماتو په وړاندې مقاومت وکړي،خو تراوسه پورې ئې کومه نتیجه نه ده ورکړې او حکومت پخپلو فیصلو ټینګ ولاړ دی.
په نوی ډیلي کې د فیروز شاه جومات خطیب او د جمې امام محمد تسلیم الدین له الجزیره ټيلیویژني چینل سره په خبرو کې ووئيل، دفیروز شاه جومات مخینه ۱۴هجری قمري پیړۍ ته ته ورګرځي،مونږ په تیرو وختونو کې په آزادۍ سره په دغه جومات کې د لمانځه قایمولو ته دوام ورکړی دی، خو اوس له مونږه دغه آزادي زبیښول شوې ده او هندی چارواکي جومات د واریدیدا لپاره ټکټونه خرڅوي او په جومات کې د لمانځه د اقامې اجازت نه ورکوي، نو ځکه زه ټوله ورځ دلته کیښنم څو د بې احترامیو په وړاندې د جومات ساتنه وکړم.
د نوي ډیلی د وقف د ادارې د اعلان په اساس له ۱۱۹۱ کال څخه په هند کې د مسلمانو پاچایانو واک ته له رسیدا وروسته په نوي ډیلي کې د جوماتونو وقف کیدا په اوڅاره توګه وده کړې ده. داسې چې په ډیلی صوبې کې وقف شوو جوماتونو شمیر ۱۹۶۴ جوماتونو ته رسیږی چې له هغوي یوشمیر د ډیلی د وقف دادارې ترڅارنې لاندې او نوره هم له هندي حکومت سره د اړونده دهندی لرغونو آثارو د اورګان ترنظر لاندې دي.
په ۱۹۱۱کال کې پر ډیلي د انګریزانو له سلطې وروسته،دوي د تاریخي جوماتونو څخه د ملاتړ په پلمه یو پروګرام اجرا کړ او تاریخی جوماتونه ئې ترخپلې سلطې لاندې کړل. له دې وروسته د لمانځه د اقامې لپاره جوماتونو ته د مسلمانانو د واریدیدو مخه ونیوله.دهند له خپلواکۍ وروسته او د انګریزانو د حکومت له پای وروسته، جوماتونه د هند لرغوني آثارو د اورګان تر څارنې لاندې شول او په جوماتونو کې د لمانځه اقامه عملا غیرقانونی شوه. نو ځکه له دغه قانونه سرغړونه په ځان پسې جرمانه درلوده.
د رسمي شمیرنو په اساس په هند هیواد کې کابو دوه سوه میلیون مسلمانان ژوند کوي چې په وروستیو کلونو کې دغه هیواد د حکومت دتوکمپالو سیاستونو په دلیل له ډيرو مشکلاتو سره مخامخ دي.