IQNA

په قرآن کې اولی الامر

هغه آیت چې د مومنانو لپاره درې؛ولی؛ ئې وټاکل

10:29 - June 25, 2024
د خبر لمبر: 3489433
ایکنا – د قرآن کریم د مائده سورې 55 آیت کې فرمائي چې  د تاسو وليّ یوازې ؛الله؛  او رسول الله او هغه کسان دي چې ایمان ئې راوړی دی او  د لمانځه په رکوع کې زکواة ورکوي. پوښتنه دلته ده چې آیا دغه مشخصات د یوه عام قانون دی یا  داسې کس ښئ چې دغه کار ئې ترسره کړی  دی؟

په لسم هجري قمری کال کې ،یعنی  په هغه کال کې چې پیغمبر اکرم(ص) د حجةالواع لپاره مکې ته مشرف شوی ؤ،یو آیت نازل شو او وې فرمائيل؛ إِنَّما وَلِيُّكُمُ اللَّهُ وَ رَسُولُهُ وَ الَّذينَ آمَنُوا الَّذينَ يُقيمُونَ الصَّلاةَ وَ يُؤْتُونَ الزَّكاةَ وَ هُمْ راكِعُونَ‏» (مائده: 55). خداوند په دغه آیت کې فرمائي چې د تاسو ؛ولی؛ به په دغو درو موردونو کې ځانګړی وی.  «إِنَّمَا» کلمه  معنا ؛ دا دی او له دې پرته نه دی؛  یعني له دې پرته بل څه نه دي  او قطعا همدا دی  چې د  تاسو ولیّ یوازې ؛الله ؛ او رسول الله  او  هغه کسان دي چې ایمان ئې راوړی دی.

دغه دوه موردونه مشخص دی ،خو آیا؛وَ الَّذینَ آمَنُوا» یعنی ټول مومنان ولی دي؟ که ټول ولی وي ،نو بیا څوک  تر ولایت لاندې دی؟ نو قطعا داسې نه ده او ؛ولی؛ له مومنانو څخه دی ، هماغه شان چې په نورو ایتونو کې  هم دا مسئله مطرح ده :؛  قُلِ اعْمَلُوا فَسَيَرَى اللَّهُ عَمَلَكُمْ وَ رَسُولُهُ وَ الْمُؤْمِنُونَ» (توبه: 105). دا آیت  هم هغو مومنانو ته اشاره کوي چې  پر امت  باندې د شهادت او نظارت مقام لري.

خداوندمتعال  په دوام کې آیت مشخص کوي  چې  له مومنانو ئې مقصد کوم کسان دي:؛ الَّذينَ يُقيمُونَ الصَّلاةَ وَ يُؤْتُونَ الزَّكاةَ وَ هُمْ راكِعُونَ‏» (مائده: 55).  پوښته چې دلته مطرح کیږي، آیا دا مشخصات  یو عام قانون  دی؟،یعني هر کس دغه کار ترسره کړي او د لمنانځه په رکوع کې زکواة ورکړي ، د ولایت مقام ته رسږي.؟ یا  نه  دا مشخصات دهغه چا دي چې دغه کار ترسره کړي او مسلمانان ئې پيژندي؟یعني ددې په ځاي  چې  نامه ئې واخلي،  د نظر وړ کس صفت چې ټول ئې پيژندي ،بیانوي. که دغه یوه عامه قاعده وي،نو بیا یو شمیر کسانو دغه کار ترسره کاوه . د اسلام په تاریخ کې هیڅوک  له دې لارې امامت ته نه دي رسیدلی او حتی  ددغه شان مطلب مدعي هم شوی نه دی.

پر دې اساس ټول مسلمانان پوهه شول دغه آیت  د یوه هغه کس په باب دی چې دغه پيښه  دهغه په باب رامینځةشوې ده،ځکه چې په رکوع حالت کې د زکوات ورکول خپله پخپله کوم فضیلت نه دی.  په تاریخ او روایتونو کې بیان شوي دی چې  یو سوالګر  جومات ته داخل شو ،خو هیجا  هغه ته کوم فکر ونه کړ. سوالګر ووئيل ،خدایه ! ته شاهد ووسه ، د تا د پيغمبر جومات ته راغلم  و هیچا  ماته توجه ونه کړه او زه   خالی لاس پاتې شوم . امیر المومنین(ع) د لمانځه په رکوع کې ؤ ، اشاره ئې وکړه  او خپل لاس ئې ورووږد کړ، سوالګر ګوتي ورڅځه واخسته او لاړ.

مفسران د آمیرالمومنین (ع) په شان کې د د ولایت د آیت پر نزول سره اجماع لري.د اهل تسنن دینی عالمان  قوشچي حنفي(1) میرسید شریفجرجاني(2) سعد الدین تفتازاني(3) په دې کې  د مفسرانو اجماع او د نظر یووالی ته چې  دغه آيت د علی ابن ابیطالب(ع) په حق کې نازل شوی دی ،اشاره کوي. ډیری روایتونه هم په دې زمینې کې شته دی ، نسائي په جامع الاصول کې ،ابن کثیرد قرآن العظیم په تفسیرکې، طبری، حاکم نیشابوری، ابن عساکر او سیوطي  په همدې زمینې کې  له اصحابو څخه په ډيرو سندونو سره روایتونه نقلوي .په دې زمینې کې د اجماع له ادعا سره سره ، د ابن تیمیه حراني او د هغه د شاګرد ابن القیم  په څير کسان  دغه روایتونه رد کړي دي .

1- قوشجی؛ شرح تجریدالاعتقاد، ص 368.

2- میر سیّد شریف جرجانی؛ شرح مواقف، ج8، ص360.

3- التفتازانی، شرح مقاصد، ج۵، ص270.

captcha