IQNA

د امام حسین(ع) د پاڅون قرآني اصول او اساس

امر باالمعروف او نهي از منکر

10:05 - July 14, 2024
د خبر لمبر: 3489527
ایکنا – د ځينو حدیثو په اساس، امر بالمعروف او نهي از منکر یو داسې سمندر دی چې دهغه په وړاندې نور نیک عملونه یوه یوې قطرې زیات بل څه نه دي.

د یزید په ضد د قیام لپاره د حضرت امام حسین علیه اسلام دوهم اصول چې هغه بزرګوار خپل ورور محمد حنفیه ته پخپل مشهور لیک کې   ورته اشاره کړې ده.؛امر به معروف و نهی از منکر» دی .د ځينو حدیثونو په اساس، امر بالمعروف او نهی از منکر یو داسې سمدر دی چې د هغه په وړاندې نور نیک عملونه  د یوې قطې په څیر دي.

قرآن کریم په کرتو امر بالمعروف او نهي از منکر د ټولو مومنانو د دندې پهتوګه یاد کي دی او دا ئې د لمانځه او زکواة ورکولو ترڅنګ ، د ایماني ټولنې  د وګړو یوه دنده  بللې ده. د مثال په توګه ،  د قرآن کریم په توبې سورې کې لولوو؛ وَ الْمُؤْمِنُونَ وَ الْمُؤْمِناتُ بَعْضُهُمْ أَوْلِیاءُ بَعْضٍ یَأْمُرُونَ بِالْمَعْرُوفِ وَ یَنْهَوْنَ عَنِ الْمُنْکَرِ وَ یُقِیمُونَ الصَّلاهَ وَ یُؤْتُونَ الزَّکاهَ وَ یُطِیعُونَ اللَّهَ وَ رَسُولَهُ أُولئِکَ سَیَرْحَمُهُمُ اللَّهُ إِنَّ اللَّهَ عَزِیزٌ حَکِیم»؛ ایماندار سړي او ښځې  د یوه بل ولی البته ( ملګری او مرستندوی) دي،، امر  او نهی کوی او لمونځ قایموی  او زکوات ورکوي  او خدای او د هغه د رسول اطاعت کوی ، خداوند ډیر زر پر دوي خپل رحمت نازلوي . خداوند توانا او حکیم دی. (توبه/71).

د دغه آیت شریف په اساس، امر بلمعروف او نهي از منکر له دې اړه دي چې په ټولنې کې دمومنانو ترمینځ د دوستۍ او ملګرتیا رابطه شته . مومنان د یوه بل ؛ ولی؛ دي او دا یعني باید  په مختلفو چارو کې له یوه بل سره مرسته وکړي. یوه بل ته سره د نیکو کارونو امر وکړي او  هم یوبل له بدو کارونو وغړوي. له دې اړخه، مومنان د یوه بل زړه سوانده دي او هیڅکله هم د خپل ایماندار ورور په امر اونهي کولو نه خپه کیږی.

په عین حال کې، هغه مهال چې د ټولنې حاکم د معاویه د زوي یزید په شان یو فاسق او ظالم  وګړی وي،هغه ددې خنډ کیږي څو  ایمانداره ټولنه وده ونه کړی او د مومنانو تریمنځ ورورولي او دوستي ټينګه نشی. هغهه دټولنې په مختلفو ډلو ټپلو او پرګنو کې په تفرقې اودرز اچولو سره د امام حسین علیه السلام په څير حقیقي مومنان کړوي او اذیّت کوي او هڅه کوي،  ټولنه پخپلې سلطې کې راولي. دلته ده چې د حضرت امام  حسین ابن علی علیه السلام په شان شخصیّت خپله دنده ګڼي چې د یزید په شان د فاسد او ظالم حاکم په ضد قیام وکړي او له قدرته دهغه په څنګةکولو سره، د مومنانو ترمینځ د ورورولۍ او دوستۍ او د ایماندارې ټولنې د تحقق لپاره لاره برابره کړي. له دې اړخه ، تر ټولو لوی امر بالمعروف اونهي ازمنکر د ظالم او جابر حاکم په وړاندې قیام او پاڅون دي. 

captcha