IQNA

د اسلام د پیغمبر د رحمت للعالمین کیدا مصادیق

6:39 - September 22, 2024
د خبر لمبر: 3489880
د قران یوه څیړاند په دې خبرې سره چې د رحمت للعالمین مرتبه داسې مقام دی

 چې د هر چا لپاره امکان نلري او د نبي اکرم حضرت محمد ص په شان یو شریف وجود غواړي وویل هغه حضرت رحمت دی تر قیامت ورځې پورې د دنیا د خاوندانو لپاره، ځکه چې هغه داسې دین راوړه چې د هغه منل د دنیا او د اخرت نیمکرغۍ ځان پسې لري.
د ایران د ازاد پوهنتون د اسلامي علومو د حوزې مدرس رقبه ایزدي له کرمان ولایت څخه  له  ایکنا خبري اژانس سره په مرکه کښې د اسلام د ګران پیغمبر حضرت محمد ص د یوه صفت په توګه د رحمت للعالمین د رتبې په بیانولو سره وویل د قران کریم د انبیا سورې د یوسل اوم ایت پراساس رحمت للعالمین د اسلام د ګران پیغمبر حضرت محمد ص یو صفت دی چې فرمايي «وَمَا أَرْسَلْنَاک إِلَّا رَحْمَةً لِلْعَالَمِینَ».
علامه طباطبايي د پیغمبر اکرم حضرت محمد ص د دغه صفت په توضیح کښې وايي یعني ته هغه رحمت یې چې د ټولې بشري ټولنې لپاره استول شوی یې او دا هغه شی دی چې د هغه د رسالت عمومیت یې اقتضا کوي.
په عربۍ ژبه کښې چې کله الف او ل له جمع سره یوې ځاې راشي نو د عمومیت نښه ده او په همدې دلیل ویلی شو هغه حضرت رحمت دی د ټولې دنیا د خلکو لپاره تر قیامت ورځې پورې ځکه چې داسې دین یې راوړه چې د هغه قبلول د دنیا او د اخرت نیکمرغۍ په ځان پسې لري.
د قران دغه څیړاند د دغه پوښتنې په ځواب کښې چې د رحمت للعالمین مقام ته د رسیدا  لپاره د پیغمبر اکرم حضرت محمد ص بره ځانګړنه څه وه ؟ وویل : د خدای رسول حضرت محمد ص د کمال په مراتبو کښې هغه ځاې ته ورسید چې د الهي محبت او د  رحمت کامل ورایښت شو نه یوازې ټولو انسانانو ته بلکې ټولو موجوداتو ته یې د مینې او د محبت په سترګه کټل او له هغوې سره یې چلند کاوه.
د خدای پیغمبر حضرت محمد صلی الله علیه واله وسلم له خلکو سره حتی له یوه مهربان پلار څخه زیات ښه سلوک کاوه.
هغه په دې خبرې سره چې پیغمبر اکرم د ا لهي محبت او د رحمت  کامله بیلګه وه ډاګینه کړه د پیغمبر اکرم  د سیرت ټول صفتونه ، ځانګړتیاو د رحمت او د مینې پراساس وې.
د ایران د کرمان د فاطمیه حوزې دغه مدرس په دوام کښې د پیغمبر اکرم د رحمت للعالمین کیدا مصادیقو ته په اشارې سره وویل پیغمبر اکرم له خلق عظیم( د قران کریم د قلم سورې څلورم ایت) څخه د ګټه پورته کولو په دلیل    او د قران کریم د انبیا سورې د یوسل اوم ایت پراساس د رحمت للعالمین په ټولو پړاونو کښې د ټولو انسانو لپاره د اخلاقي مکارم بیلګه او نمونه ده.
په  دې سربیره قران کریم د اسلام پیغمبر حضرت محمد صلی الله علیه واله وسلم د نیکې بیلګې په توګه یاد کړی دی چې تول باید د هغه پیروۍ وکړي.
؛ «لَقَدْ کَانَ لَکُمْ فِی رَسُولِ اللَّهِ أُسْوَةٌ حَسَنَةٌ، په یقین د تاسو لپاره د رسول په ژوند کښې نیکه بیلګه ده.
د بشریت د رښتیوني بیلګې د ترټولو کاملې او د ترټولو بهترینې نمونې په توګه په نتیجه کښې د ټولو خلکو په هکله زړه سواندی ، صمیمي ، مهربان و او کریمانه اخلاق او کردار یې درلود او په همدې دلیل په درویشت کاله  نبوت کښې  وتوانید ډیر  بې لارې زړونه د اسلام د مکتب لیواله کړي.
هغه په دوام کښې وویل د رحمت للعالمین کیدا په هکله ډیر مصادیق لرو یو د پیغمبر د شخصي کړچارونو اړخ دی چې له نورو فرقو سره په چلند  کښې لیدل کیږي او بل اړخ یې داخلي چلندونه دي مونږ پیغمبر ډیر د دغو کړچارونو د ځانګړتیاو په خاطر پیژندو.
خدای پاک ج په قران کریم کښې فرمايي «مَا أَنْزَلْنَا عَلَیْکَ الْقُرْآنَ لِتَشْقَی»، پیغمبر اکرم حضرت محمد ص په دومره اندازه د  خلکو هدایت ته حریص و چې غوښتل یې هغوې ټول جنت ته لاړ شي او هیڅوک دې جهنم ته لاړ نشي تر دې اندازه چې خدای پاک وفرمایل دومره خپل ځان په تکلیف مه اچوه.
ایزدي په پاې کښې په دې خبرې سره چې شیعه او سني مفسرانو د پیغمبر اکرم د رحمت کیدا لپاره درې معناوې په قران کښې بیان کړي دي چې د هغه د رسالت تل پاتې کیدل ، نړیوالیدل ، د ټولو لپاره د نیکمرغۍ او د عاقبت به خیرې او د  الهي عذاب مخنیوي دي وویل د مسفرانو په وینا دلته د عذاب مطلب د استیصال عذاب دی چې خدای پاک ج یو قوم په کفر باندې د ټینګار کولو او د ایمان د نه راوړلو په دلیل له مینځه وړي.
د قران کریم د انفال سورې په دوه دیرشم ایت کښې خدای پاک پیغمبر اکرم ته په خطاب کښې  وايي تر هغه وخته چې تا د خلکو په مینځ کښې یې هغوې په عذاب کښې نه مبتلا کوو.

https://kerman.iqna.ir/fa/news/4237609

بچوې: اسلام
captcha