د ژبې یو تر ټولو مهم افت په باطل کښې ډوبیدل دي.
د اخلاقو د علم د عالمانو په نزد په باطل کښې ډوبیدل د ګناه نقل او هغه ناوړه کړچار دی چې په خپله سړي یا بل کوم کس کړی دی؛ په دې شرط چې دغه کار یوازې د بوختیا لپاره ترسره شي او هغه ته جایزه او عقلاني ضرورت نه وي؛ خو که چیرې د نور ناوړه کړچار له ګناه څخه د هغه د منع کولو لپاره د مرستې غوښتلو یا هغه کس ته د ځواب لپاره چې په مهمې چارې کښې یې مشوره غوښتي ده یا بله هره جایره اړتیا وي په باطل کښې ډوبیدل به نه وي.
دغه راز که چیرې د بلې ګناه حکایت د هغه د عیب د ښکار کول یا د هغه بې اهمیته کولو او د بې عزتۍ کولو لپاره وي د غیبت ، د مخبرۍ وغیره په شان د ګناهانو په محدوده کښې به حساب شي.
د ګناه او د ناوړه چلند حکایت په دوو ډولونو ترسره کیږي.
کله نه کله د هغه ګناه چې له دې مخکې ترسره شوي ده حکایت کوي د هغه کس په شان چې د خپلو دوکه ورکولو او چلول کولو په هکله قیصې بیان کړي او د خپلو فسادونو په هکله وغږیزي.
کله نه کله د هغه ګناه چې د هغه د ترسره کولو نیت لري حکایت کوي د دغه ګناه د ترسره کولو د لارې او رودې په هکله خبرې کوي چې دغه کار د ګناه د تصور او د تخیل حکایت دی.
د بوختیا او د خوند د اخیستلو په انګیزې سره د ګناهانو بیا بیانول یا د ګناهانو زده کول په ناوړه چلندونو کښې ګڼل کیږي چې شرع هغه رتلي ده.
قران کریم دوزخ ته د ورننوتلو د علت په هکله له دوزخیانو څخه د بهشتیانو د پوښتنې په ترڅ کښې فرمايي : «وَكُنَّا نَخُوضُ مَعَ الْخَائِضِينَ». او چټي خبرو کونکو ( د ګناه حکایت کونکو) سره یې چټي خبرې کولې.
البته دغه ایت له ګناه ګارانو سره د عملي ملګرتیا هم شاملوي او د دې ښودنه کوي چې په باطل کښې ډوبیدل دوزخ ته د ورننوتلو یو علت یا د علت برخه ده.
البته اوور او دوزخ هغه کړچار ته ورکول کیږي چې حرام دی.
دغه راز متعال خدای په قران کریم کښې فرمايي «فَلَا تَفْعَدُوا مَعَهُمْ حَتَّى يَخُوضُوا فِي حَدِيثٍ غَيْرِهِ».
له هغوې سره مه کینئ چې د نورو په خبرو کښې ډوب شئ.
د اسلام ګران پیغمبر حضرت محمد صلی الله علیه واله وسلم د یوه نقل پراساس د همدغو ایتونو په توضیح او تفسیر کښې وفرمائیل «أَعْظَمُ النَّاسِ خَطَايَا يَوْمَ الْقِيَامَةِ أَكْثَرُهُمْ خَوْضاً فِي الْبَاطِلِ»
د قیامت په ورځ تر ټولو ګناهګار هغه کسان دي چې ډیر په باطل کښې ډوب شوي وي.
ګناهانو او ناخوښو کارونو ته ګروهنه په باطل کښې د ډوبیدا اصلي جرړه ده.
د ګناه جاذبه انسان د هغې په هکله تخیل او خبرې کولو ته مجبوروي او هغه کس چې ناوړه او ناخوښ کارونه په ډیر شوق سره حکایتوي د دغو ناوړه کارونو له پریښودلو مخکې یې هماغه لاره کچ کړي ده.
د دغو ناوړه اخلاقو په پایلو کښې د ګناه د جرړه رامینځته کولو او ګناه ته د نورو خلکو هڅولو او د ناوړه کارونو خپرولو ته اشاره کولای شو.
د نورو اخلاقي ناروغیو په شان له دغه ناروغۍ څخه خلاصیدل د هغه ناوړه او ناخوښو کارونو د پایلو په یادونې سره امکان لري.
د دغه حرام کړچار پایلې تر دې اندازه سپیرې او خرابې دي چې د هغه تذکر به له دغه ناروغۍ څخه د نفرت او د کرکې سبب شي.
دغه راز باید هڅه وکړو چې د دنیا او د دین د مهمو چارو په هکله د ضرورت تر حده خبرې وکړو او د چټي خبرو کولو پرځاې د خدای پاک په ذکر بوخت شو.
د ژوند په پروګرام کښې د ذکر ، د دعا او د مناجاتو ورزیاتول د ګناه په هکله د خبرو د پریښود لپاره ډیره مناسبه روده ده.