IQNA

د سود د حرام کیدا دلایل

9:54 - October 02, 2024
د خبر لمبر: 3489933
د سود د حرام کیدا دلیل د خیر کارونو او د نیکو کارونو پرځاې د خلکو د مالونو ضایع کیدل او نابودیدل ، سود خوړلو ته د خلکو رغبت ، د قرض الحسنه پریښودل او د فساد او د ظلم پراخول دي.

حق الناس په اسلام دین کښې تر ټولو مهمه موضوع ده  تر دې چې د قران کریم تر ټولو ستر ایت یعني د بقرې سورې دوه سوه دوه اتیایم(۲۸۲) ایت همدغه موضوع ته بیل دی.

د  اسلام او د اهل بیت علیهم السلام په مکتب کښې حق الناس ته د پام د جلوې اوج د عاشورا په شپه لیدلی شو؛ هغه وخت چې حضرت امام جعفر صادق علیه السلام له ظلم سره د مبارزې کولو او له ځان سره د ملګرتیا کولو شرط د چا قرضداره نه کیدل وټاکه او له هغو کسانو څخه چې چا ورباندې قرضه وه خپل بیعت بیرته واخیست  ځکه چې د خلکو د قرض بیرته ورکول یې له طاغوت سره په جهاد کښې په ګډون مقدم ګاڼه.

د قران کریم بل ایت فرمايي :سود خوره کسان به د قیامت په ورځ د لیوانیانو په شان د محشر صفونو ته ورننوځي ، د هغه نشه اي کس په شان چې نه شي کولای ځان کنټرول کړي، دا ډول د محشر صف ته ورننوځي «الذین یأکلون الربا لا یقُومُونَ إِلَّا کما یقُومُ الَّذِی یتخبطه الشَّیطانُ مِنَ الْمَسَ».

پیغمبر اکرم حضرت محمد صلی فرمايي : په معراج کښې مو داسې خلک ولیدل چې د خپلو لویو خیټو په دلیل یې هرڅومره هڅه کوله نشو کولای له خپلو ځایونو پاڅیږي ، جبرائیل ته مو وویل ، دا کوم ډول کسان دي ؟ ویې ویل : دا سودخواره دي او د قران کریم د  «الذین یأکُلُونَ الربا لا یقومون...» ایت ته یې اشاره وکړه.

که چیرې انسان دیني غیرت ولري ، د سود د عقوبتونو احتمال هم هغه باید مړ کړي ځکه چې دق اوره دي خو باید پوه شو چې د سود پایلې احتمال نه دی بلکې حقیقت دی چې قران کریم په پریکنده او یقیني ډول هغه بیانوي.

د سود ګناه ډیره لویه ده او څرنګه چې قران کریم فرمايي :سود خوره کسان به د لیوانیانو په شان د محشر صف ته ورځي ، د دوې د خپل عمل تجسم دی؛ ځکه چې دغه کسان په دنیا کښې له لیونتوب څخه په ډکو خبرو او په شرعي کلاه سره سود توجیه کوي او وايي د معاملې او د سود ترمینځ څه فرق شته؟ قران کریم د دغه شریف ایت په دوام کښې همدغه خبره بیانوي: «ذلک بأنهُمْ قَالُوا إِنَّمَا الْبَیعُ مِثْلُ الرِّبا».

خداوند سبحان سود نابودوي او صدقات زیاتوي.

په بل بیان سود برکت له مینځه وړي او قرض الحسنه او صدقه د انسان ژوند ته برکت وربخښي او په تجربې سره ثابته شوي ده چې له سود څخه ترلاسه شوي پیسې که چیرې د سود خور کس په ژوند کښې نابودې نشي نو د سوده خوره کس له وارثانو او  بچیانو سره به هم وفا ونکړي او په ضایع کیدا سربیره د سودخوره کس په بچیانو کښې د اختلاف ، د تفرقې او د ګناه د رامینځته کیدا سبب شي.

کله نه کله لیدل کیږي ځینې کسان زیاتې پیسې لري خو په بدبختۍ سره ژوند کوي او د هغوې ژوند له یوه مسکین څخه ډير سخت دی. دا د بې برکتۍ نښه ده.

https://iqna.ir/fa/news/4239570

بچوې: سود ، قران ، قاریان ، ربا
captcha