دغه دوه ستر شخصیتونه چې د بشریت د تاریخ ځلانده ستوري دي، دواړه معصوم دي او ګډ سیرت یې تعقیب کړی دی.
په اسلامي ټولنه حتی له هغو کسانو سره چې له دوې سره غږمله نه وو مخامخ کیدا کښې د پیغمبر اکرم حضرت محمد ص او د حضرت امام صادق علیه السلام په سیرت کښې یوه تر ټولو مهمه ځانګړنه په اسلامي ټولنه کښې د وحدت رامینځته کول دي.
هم پیغمبر اکرم حضرت محمد ص او هم حضرت امام جعفر صادق علیه السلام د اسلامي ټولنې په مدیریت او له مومنانو او مسلمانانو سره په مخامخ کیدا کښې خپله تر ټولو اصلي سټراټيژۍ د مسلمانانو ترمینځ د وحدت او د یوزړه توب رامینځته کول ګرځولي وه.
دا په داسې حال کښې دي چې هم د خدای پاک ګران رسول حضرت محمدص او هم امام جعفر صادق علیه السلام په داسې ټولنه کښې وسیدل چې ځینې کسان یا حتي ډیرې خلک له دغو دوو بزرګوارانو سره غږمله او ملګري نه وو او هغوې د دغو دوو سترو بزرګوارانو په هکله زیات بدرټ ویل.
خو دغه بدرټ ویل او نه ملګرتیا کول د دې خبرې خنډ نشول چې پیغمبر اکرم ص او امام جعفر صادق ع له خپلو سټراټيژیو شاتګ وکړي.
د پیغمبر اکرم حضرت محمد صلی الله علیه واله وسلم په هکله لومړنی حقیقت چې باید ورته اشاره وکړو دا دی چې هغه حضرت د اسلام دین په نوم د ټولنې لپاره یو کامل او جامع دین ډالۍ کړ.
په قران کریم کښې چې د اسلام په ګران پیغمبر حضرت محمد صلی الله علیه واله وسلم باندې نازله شوي وحي هم لري د دا ډول ټولنې له غړیو سره په مخامخ کیدا کښې د سټراټيژۍ د تر ټولو اصلي اسلامي ټولنې غړیو ته وحدت وربخښل دي ؛ څرنګه چې فرمايي«وَ اعْتَصِمُوا بِحَبْلِ اللَّهِ جَميعاً وَ لا تَفَرَّقُوا وَ اذْكُرُوا نِعْمَتَ اللَّهِ عَلَيْكُمْ إِذْ كُنْتُمْ أَعْداءً فَأَلَّفَ بَيْنَ قُلُوبِكُمْ فَأَصْبَحْتُمْ بِنِعْمَتِهِ إِخْواناً»؛ او ټول د خدای په پړي منګولې ښځې کړې او تیت پرک او ډلې ډلې نشئ؛ او د خدای نعمت یاد کړئ هغه وخت چې له یوبل سره دښمن وائ نو د تاسو د زړونو ترمینځ یې پیوند او مینه ټینګه کړه، او په نتیجه کښې په رحمت او لطف سره له یوبل سره وروڼه شوائ( ال عمران۱۰۳) یا ویې فرمائیل «وَ أَطيعُوا اللَّهَ وَ رَسُولَهُ وَ لا تَنازَعُوا فَتَفْشَلُوا وَ تَذْهَبَ ريحُكُمْ»؛ او د خدای او د پیغمبر اطاعت وکړئ او له یوبل سره شخړه او اختلاف مه کوئ چې سست او بد دله کیږئ او د تاسو قدرت او شوکت له مینځه ځي»( انفال /۴۶)
اساسا د اسلام نوم چې په دغه دین کیښودل شوی په خپل معنايي اصل کښې د سوله بخښنې او د وحدت رامینځته کولو معنا ته اشاره لري.
په دې توضیح سره چې دغه ټکی د « سِلم » له مادې څخه چې معنا یې سوله ، دوستۍ او پیوستون دی اخیستل شوی دی او د هغه د افعال باب یعني « أسلَم » د سولې د بخښنې ، پخلاینې کول، او د وحدت د رامینځته کولو په معنا دی.
قران کریم په همدې زمینه کښې فرمايي«يا أَيُّهَا الَّذينَ آمَنُوا ادْخُلُوا فِي السِّلْمِ كَافَّةً» ای د ایمان خاوندانو ټول سوله او دوستۍ وکړئ»(بقره/۲۰۸)
د قران کریم دغه ایت هماغه په ټولنیز اړخ کښې د اسلام په اساسي اصل ټینګار کوي چې هماغه د اسلامي ټولنې ترمینځ د سولې ، د دوستۍ او د وحدت رامینځټه کول دي او د اسلامي ټولنې د غړیو ترمینځ د اختلاف او د تفرقې مخنیوی دی.
د حضرت رسول اکرم صلی الله علیه واله وسلم په سیرت کښې هم د دې کتونکي یوو چې د خدای رسول ص تر خپل امر لاندې ټولنه کښې د وحدت او د الفت د رامینځته کولو لپاره ډیره هڅه وکړه.
په بیلابیلو وختونو کښې حضرت محمد ص د مسلمانانو په تیره بیا د مهاجرینو او انصارو ترمینځ د ورورګلوۍ د تړون د رامینځته کولو اقدام کاوه.
په هغه وخت کښې د مدینې یو ټولنیز جوړښت مهاجرین او انصار وو.
دغه جوړښت په ټولنه کښې د اختلاف د رامینځته کولو او د فعالیدا لپاره زیارت ظرفیت درلود.
د حضرت اما صادق علیه السلام په سیرت کښې هم د اسلامي امت ترمینځ د وحدت د رامینځته کولو جلوې په ښه ډول وینو.
له ټولو اول باید توجه وکړو چې حضرت امام صادق علیه السلام مدینې ښار چې د خدای د رسول حضرت محمد ص ښار و پرې نه ښوده او په کوفه کښې چې د هغه د شیعه مسلمانانو اصلي وطن و هستوګن نشو.
دا په داسې حال کښې دي چې د مدینې ښار د حضرت امام صادق علیه السلام له تفکراتو سره غږمله ښار نه و او هغه حضرت هلته ګڼ شمیر شیعیان نه لرل.
له بلې خوا د حضرت امام جعفر صادق علیه السلام شاګردانو چې شمیر یې څه د پاسه څلور زره کسان ښودلی دی د حضرت امام صادق شیعیان نه وو لکه ابوحنیفه ، مالک بن انس ، سفیان ثوري اوزاعي وغیره وغیره ستر علما وو.
د حضرت امام جعفر صادق علیه السلام د کړچار څرنګوالی په دې ډول و چې دغه ټول کسان یې د خپل درس کلاسونو ته راوستل او هغوې یې خپل مریدان کول.
له عام مسلمانانو سره په مخامخ کیدا کښې د حضرت امام جعفر صادق علیه السلام په سیرت کښې یو مهم ټکی دا دی چې د هغه حضرت په زمانه کښې فرقه پالنه او د فرقو جوړول عام چاره وه.
هر عالم او هر پوه کس چې راڅرګندیده نو د ځان ګیرچاپیر یې شاګردان راغونډول او یوه فرقه یې جوړوله.
په دوې کښې ډیرې فرقې د تاریخ په اوږدو کښې له مینځه تللي دي خو د هغه وخت ځینې فقهي یا کلامي مذهبونه اوس هم پاتې دي؛ لکه په اهل سنتو کښې خنفیه، مالکیه او په شیعه وو کښې زیدیه او اسماعیلیه په دا ډول فضا کښې امام جعفر صادق علیه السلام نه یوازې د فرقې په جوړولو او له نورو مسلمانانو د شیعیانو د لارې د جلا کولو هڅه نه کوله بلکې د حضرت امام صادق علیه السلام ډیر حدیثونه لیدل کیږي چې هغه خپل شیعیان له عامو مسلمانانو سره ډله ئیز ژوند کولو ته وربللي دي.