
د ایران د عدلیې د وزارت مرستیال او د افغان بندیانو د منتقلونکی کمیټې مشر ښاغلي جلالیان دغه څرګندونې د پنجشنې په مازدیګر دافغانستان د طالبانو د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت له سرپرست خلیل الرحمن حقاني سره په کابل کې په لیدنه کې کړي.
جلالیان په دې برخه کې له کابل څخه د افغان کډوالو ستونزو ته د رسېدنې په موخه د طرحې، وړاندیز او مشورې غوښتنه هم کړې.
د طالبانو د کډوالو او راستنیدونکو چارو وزارت پراېکس پاڼه لیکلي چې له جلالیان سره په کتنه کې حقاني له ایران څخه غوښتي چې له ناقانونه کډوالو سره له زغمه کار واخلي او ناوړه چلند دې ورسره نه کوي.
د طالبانو د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت ویلي چې په دې ناسته کې په ایران کې د کډوالو پر ستونزو، د جبرې ویستلو د مخنیوي، د بندیانو انتقال، له کډوالو سره ښه چلند، د ناقانونه کډوالۍ په مخنیوي، د ګډ میکانیزم رامنځته کولو او په دغه هېواد کې د ډیپلوماټانو (اتشو) پر ستونزو خبرې وشوې.