IQNA

د امسټرډم وروستیو تاؤتریخوالو وروسته په موجوده وضعیّت مسلمانان اندیښمن دي

10:51 - November 18, 2024
د خبر لمبر: 3490174
ایکنا – په داسې حال کې چې د یوه هالینډي ټیم او د صهیونیسټي رژيم د ټیم ترمینځ د یوې سیالۍ له ترسره کیدا وروسته د تاؤتریخوالو په یوې اونۍ پسې  ددغه هیواد مسلمانان  ددوي په ضد داقداماتو د په زیاتیدا اندیښمن دي.

ایکنانیوز د سی این این عربی له قوله  راپور راکړی،د تیرې اونۍ په هغو پيښو پسې چې  په هغو کې په واټونو کې د صهیونیسټ رژیم د فټبال د یوه ټیم په پلویانو باندې حمله شوې، په دیوالونو  باندې د فلسطین ځړول شوي بیرغونه شلول شوي او په ناکراریو کې د یهودي ضده سپکاوي هم آوریدل شوي دي، هماغه شان  په امسټرډم کې  ویره او سټریس خور دی.
 په داسې حال کې چې د هالینډ  پلازمینه اوس آرامښت احساسوي،  ددغه ښار اوسیدونکي او مسئولان اندیښمن دي چې تاؤتریخوالي تردې  مهال  خپل اوج ته نه دي رسیدلي.
د ښار  د شورا یو غړی  شهر خان چې له اسلامه  د ویرونې  له پروسې او توکمپالنې سره  د مقابلې په کړچار سره  د یوه ځاي ګوند مشر هم دی ، په یولړ څرګندونو کې ووئیل، هغه څه چې پيښ شوي  دي، یوازې د یهودي ضده پروسې په باب نه دي، بلکې  د مسلمانانو په ضد توکمپالنه هم پکې شامله ده  . هماغه شان چې د  بهرنیانو په ضد پکې نفرت خورول  شاملیږي  او مونږ به د ډول ډول توکمپالنې او توپیر د پراختیا شاهدان وو.
 هغه زیاته کړې ده ، افسوس سره وایم چې یوۀ داسې ټکی ته رسیدلی  چې زغمل ئې سخت دي ځکه  چې روان تاؤتریخوالي ختم شوي نه دي او په عین حال کې  مونږ یو سرزوری زوړپال حکومت لرو چې ډير زیات په دې پسې دی چې  ټولنیز مشکلت  د لږکیو  او په تیره بیا د مسلمانانو په غاړه واچوي.
د امسټرډم  دښار د شورا یوه غړي ایتاکرمی  هم د وروستیو بلواؤ په باب په یولړ څرګندونو کې  ووئيل،هغه څه چې  پیښ شوي دي،له مسلمانانو څخه کرکه  او یهود ضده اقدامات  و،هغه چې  په اسرائيلي تابیّعت سره یو هالنډي ښاریز  دی،په عین حال کې منلې ده چې صهیونیسټي رژيم لومړی وزیر بنیامین نتنیاهو له هغه څه څخه چې په هالینډ کې پیښ شوي دي، په نیواکي ټاټوبو داخل کې ورڅخه د خپلو سیاسی موخو به ګټه  استفاده کوي.
https://iqna.ir/fa/news/4248588     

captcha