د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت اعلان کړی چې د دغه هېواد مرستیال لومړی وزیر او د بهرنیو چارو وزیر، سناتور محمد اسحاق ډار، په یوه ټیلیفوني تماس کې د ایران د اسلامی جمهوریت دبهرنیو چاروله وزیر سید عباس عراقچي سره د ایران او سیمې پر وروستیو بدلونونو خبرې وکړې.
د خبر لمبر: 3492322 خپرونې تاریخ : 2026/01/18
قرآنی فعالیتونه!
ایکنا- د ایران د پوهنتونونو د قرآن او عترت فعالانو د وخت د حساسیّتونو په درک کولو سره ،د نړۍ د مسلمانانو د ولی امر او نایب امام زمان فرمان ته په غوږ اچولو او د اجتماعي او اقتصادي حق د اندیښنو او غوښتو په ترڅ کې د دښمن خوځښټونه په بصیرت سره څارلي او د امام او شهیدانو آرمانونو ته د خپلې پابندي اعلان کړی او وئيلي ئې دي، د حقه غوښتو او د خداي د دین دحق د پوره کیدا په لاره کې تل پاتې او د الهی نصرت دوعې د تحقق انتظار کوي.
د خبر لمبر: 3492317 خپرونې تاریخ : 2026/01/15
د قرآن سپکاوی او د وطندارو شهادت
ایکنا – د ایران د اسلامی جمهوریت د قرآني ټولنې په یوې اعلامیې کې وئيل شوي دي، د هغې وروستیو ترهه ګرو جنایتونو د محکومیّت په خاطر چې د قرآن کریم او د مذهبی ځایونو د حرمت سپکاوی پکې شوی، د مرغومې دمیاشتې په ۲۶ جمعې ورځې به د تهران په ابوذر چامع جومات کې غونډه جوړه کړي.
د خبر لمبر: 3492316 خپرونې تاریخ : 2026/01/15
ایکنا - د نړۍ د دیني ټولنو رهبرانو په ایران کې وروستي ګډوډي، امریکائي ـ صهیونیسټي ترهګریز اعمال او د دیني مقدساتو سپکاوی په کلکه وغندل.
د خبر لمبر: 3492312 خپرونې تاریخ : 2026/01/14
ایکنا – حضرت آيت الله العظمی سید علی خامنه اي ددې خبرې په کولو سره چې د ایران دملت کلک هوډ څخه ډکې او لوئې غونډې او لاریونونو دښمنانو ته خپل همت او هویّت وښود او امریکائي سیاستوالانو ته ئې دا خبرداری ورکړ چې خپله دوکه بازي دې ودروي او په خاینو تالی څټو دې تکیه نه کوي.
د خبر لمبر: 3492305 خپرونې تاریخ : 2026/01/13
ایکنا – د ایران داسلامی جمهوریت ولسمشر د خبرواترو په بهیر کې د امریکایانو بې شرمه چلند ته په اشارې سره روښانه کړه ،درسته نړئ نندارچي وه چې د امریکاحکومت څرنګه په داسې حال کې چې مونږ د خبرواتارو پر میز وو، په ډيپلوماسۍ او مذاکراتو حمله وکړه او د نړیوالو مقرراتو او قواعدو څرګنده خلاف ورزي او انساني ضده جنایتونه ئې وکړل.
د خبر لمبر: 3492295 خپرونې تاریخ : 2026/01/11
ایکنا – د ایران د اسلامي جمهوریت پوځ د دښمن پر وړاندې د خلکو د یووالي، انسجام او هوښیارۍ د ساتلو پر اړتیا ټینګار کړی او وئيلي ئې دي ، د ملي ګټو، د هېواد د سټراټیژیکو بیخ بینائي تاسیساتو او عامه شتمنیو به په قدرت سره ساتنه کوي او له هر ډول دسیسې سره به په جديت سره مقابله وکړي.
د خبر لمبر: 3492294 خپرونې تاریخ : 2026/01/10
ایکنا - په هندوستان کې له اسلامه د وېرونې د مخ پر زیاتېدونکي څپې په او ج کې، چې پر مسلمانه ټولنه ئې مستقیمې اغېزې کړی، د دې ټولنې پر وړاندې د حکومتي چارواکو توپیري اقدامات په زیاتېدو دي، او دا حالت د بشري حقونو او د مذهبي اقلیتونو د ازادیو په اړه جدي اندېښنې راولاړوي.
د خبر لمبر: 3492213 خپرونې تاریخ : 2025/12/24
ایکنا - د یوه نړیوال راپور له مخې په ۲۰۲۵ کې، سوېډ د مهاجرینو لپاره له تر ټولو بدو هېوادونو څخه ګڼل کېږي.
د خبر لمبر: 3491771 خپرونې تاریخ : 2025/09/27
د اروپائي هېوادونو ګواښ:
ایکنا – د هالینډ حکومت اعلان کړی چې که د صهیونیسټي رژیم استازی په یوروویژن سیاليو کې ګډون وکړي، نو هسپانیا، سلووینیا او ایسلنډ به ، دا سیالۍ بایکاټ کړي.
د خبر لمبر: 3491711 خپرونې تاریخ : 2025/09/15
ایکنا- د هند په شمال کې د کشمیر په غرني ښار کارګیل کې زرګونو خلک سړکونو ته ووتل او د غزې تړانګې له مظلومو فلسطینیانو سره ئې خپل پیوستون اعلان کړ.
د خبر لمبر: 3491558 خپرونې تاریخ : 2025/08/17
ایکنا - په هندوستان کې د پوهنتوني استادانو او مدني حقونو فعالانو په سلګونو کسانو،د یوه مسلمان استاد ملاتړ کړی چې د ټولنیزو رسنیو په یوه پوسټ کې له پاکستان سره د وروستيو پوځي شخړو په اړه د خپراوي په علت نیول شوی دی.
د خبر لمبر: 3491151 خپرونې تاریخ : 2025/05/21
ایکنا - د پاکستان په کراچۍ او څو نورو ښارونو او دغه راز د بنګله د یش په ډاکې کې په تیرو دوو ورځو کې د غزې تړانګې د مظلومانو په ملاتړ کې په میلیونونو خلکو لاریونونه و کړل او د اسرائیلي محصولاتو د بایکاټولو غوښته ئې وکړه.
د خبر لمبر: 3490956 خپرونې تاریخ : 2025/04/14
ایکنا - د ترکیې په استانبول کې د ولسی اعتراضونو په دوام کې د ؛شهزاده؛ په نامې سره تاریخي جومات چې د سینان معمار مهم لومړنی اثر دی ، سپکاوی شوی او دغه اقدام له پراخ محکومیّت سره مخ شوی دی.
د خبر لمبر: 3490867 خپرونې تاریخ : 2025/03/26
ایکنا – په لندن اوپاریس کې د فلسطین لسګونو زره ملاتړو ، له صهیونیسټي رژيم څخه د انګلستان او فرانسې ملاتړونه په سخته محکوم کړل او د فلسطین له ملت او دغزې تړانګې له اوسیدونکو سره خپل پیوستون باندې ټينګار وکړ.
د خبر لمبر: 3490246 خپرونې تاریخ : 2024/12/02
ایکنا – په داسې حال کې چې د یوه هالینډي ټیم او د صهیونیسټي رژيم د ټیم ترمینځ د یوې سیالۍ له ترسره کیدا وروسته د تاؤتریخوالو په یوې اونۍ پسې ددغه هیواد مسلمانان ددوي په ضد داقداماتو د په زیاتیدا اندیښمن دي.
د خبر لمبر: 3490174 خپرونې تاریخ : 2024/11/18
ایکنا – د جرمنی پولیسو په برلین کې په غړې تړانګې د صهیونیسټي رژیم د جنګ او تیریو سره په مخالفت او د فلسطین دمظلوم ولس په ملاتړ کې د زرګونو خلکو مظاهر وځپله.
د خبر لمبر: 3489968 خپرونې تاریخ : 2024/10/09
ایکنا – د فرانسې په پلازمینې پاریس کې په زرګونو خلکو یوځل بیا په غزې تړانګې کې د صهیونیسټي رژيم په جنایتونو باندې په اعتراض کې له مظلومو فلسطینیانو په ملاتړ کې بیا مظاهرو ته مخه کړه.
د خبر لمبر: 3489826 خپرونې تاریخ : 2024/09/10
ایکنا - د امریکا د کلمبیا پوهنتون مشرې نعمت مینوش شفیق دغزې تړانګې او نیواکي فلسطین له مظلومو خلکو څخه په ملاتړ کې د محصیلینو په اعتراضونو پسې چې کابو څلور میاشتې مخکې څخه په نیویارک کې د پوهنتون په انګڼ کې پیل شوي ، استعفی ورکړه.
د خبر لمبر: 3489704 خپرونې تاریخ : 2024/08/17
ایکنا -د کراچۍ ،لاهور ، فیصل اباد ، ملتان، سرګودها، ډیره اسماعیل خان ،حیدر آباد ،سکهر ،ساهیوال او پيښور پشمول په لسګنو ښارونو کې شیعیانو اوسنیانو په ګډه د تکفیری ترهه ګرو او جنایتکارو په ضد مظاهرې کړي او پر حکومت ئې غړ کړی چې د پاره چنار د ښاریزو دامنیت او حقوقو په تامینولو کې دې له لټۍ کار نه اخلی او د وروستیو جنایتونو او تاؤتریخوالو عوامل دې وپيژني او سزا ئې کړي.
د خبر لمبر: 3489618 خپرونې تاریخ : 2024/07/31