ایکنانیوز د امارات الیوم له قوله راپور راکوي،د شارجې ریډیو او ټیلیویژن اداره د شیشې د یوه کابینټ یا آلمارۍ په برابرولو سره ،د شارجې د کتاب نندارتون کتونکي د الهي آیتونو تفسیر او د قرآن د تلاؤت غږ آوریدو ته بولي.
په دغه سټال کې هر کتونکی کیبن یا سټال ته واردیدلی او وروسته د یو شمیر غوره قاریانو غږ آوریدلی شي.
د امارات ټيلیویژن د قرآن کریم چینل د پروګرامونو د ارزونې د برخې مشر عبدالله آل علی په دې باب ووئيل؛د قرآن کریم ۲۷آیتونه وټاکل او دقت وشو چې ټول آیتونه د لوړو ارزښتونو اخلاقي مفاهم لرونکي وي چې د اسلام پاک دین ئې مونږ ته د درلودلو سپارښتنه کوي او دهغو ترټولو اوڅاره ئې د همدردئ،سولې ،صبر،د برخلیګ په وړاندې د تسلیمیدا او د خیر اودامانت په چارو کې دمخکښ کیدا ارزښتونه لري.
د ټاکل شوو آیتونو لپاره د شیشې په کیبن یا کوټې کې داسې پاکټونه یا لفافې شته دي چې لیدونکی ئې یوه انتخابوي ، له دې پرته چې پوهه شي،د لفافې په داخل کې په کاغذ کوم آیت لیکل شوی دی، بیا د آیت شمیره په الیکټرانیک لوحې کې واریدوي. آل علی روښانه کړې ده، موضوع آیتونو ته د غوږ کیښودو باندې نه ختمیږی او له دې وروسته کتونکی د یوه مفسر په وسیله د آیت جامع شرحې ته غوږ کیږي،ځکه موخه یوازې آوریدل نه دي، بلکې د آیتونو په تفسیر کې تدبّر دی او هغه کسان چې دغه فعالیت تجروبه کړي، نو دغه بېمخینې آئيډیا او اقدام ډير ستائي.
هغه ددې خبرې په کولو سره چې د شارجې د کتاب په نندارتون کې د قرآن کریم اهتمام کومه بې معنا چاره نه ده ووئيل؛ قرآن کریم یوازې کوم اعتقادی کتاب نه دی، بلکې دعربی- اسلامی کلتور یوه ضروري برخه ده.
دغه رسندوئي مسئول زیاته کړې ده،په دغې تجروبې کې یو ترټولو ښکلی شی د روحي انزوا هغه حالت دی چې انسان ئې د کابین یا شیشې د دروازې په بندولو سره احساس کوي او د هغه فکر په بشپړ ډول د آیتونو په تدّبر او دهغو له تلاؤتونو دخوند په اخستلو متمرکز کیږی او په نهایت کې له خالق متعال سره د هغه دارتباط له امله دمعنوي تاندوالي دز یاتیدا سبب کیږي.
د شارجې د کتاب نړیوال نندارتون به پخپل درې څلویښتم پړاؤ کې د یو سل دولسو هیوادونو د دوه زره پنځه سوه دوویشت سټال لګونکو او خپرونکو کوربه وي چې له هغو ۸۳۵ کسان عرب او ۲۶۴ بهرنیان دي.متحده عربی امارات په ۲۳۴ خپرونکو سره، مصر په ۱۷۲خپرونکو او ناشرانو سره،لبنان په ۸۸ ناشرانو او سوریه هم په ۵۸ ناشرانو سره په دغه نندارتون کې مخکښ ګډون کوي دي.د بهرنیانو په برخې کې بریتانیا په ۸۱ناشرانواو هندوستان هم په ۵۲ ناشرانو سره په ورپسې رتبو کې دي.
د شارجې کتاب ادارې (SBA) د ۲۰۲۴ کال د شارجې د کتاب دنړیوال نندارتون د درې څلویښتم پړاؤ (SIBF) شعار چې( د نومبر له شپږمې تر اولسمې نیتې پورې )د شارجې په اکسپو سنټر کې ترسره شو،؛ په یوه کتاب سره پیلیږي؛ معرفي شوی دی.
https://iqna.ir/fa/news/4248519