IQNA

ایرانی مشهور فیلسوف

له عقل نه لوړ مقام نه لرو او ټوله قرآن له عقل سره سم دی(مقاله)

16:24 - November 24, 2024
د خبر لمبر: 3490207
پارس تودی – ایرانی مشهور فیلسوف غلامحسین ابراهیمی دینانی وایي چي د نن ورځې د انسان ستونزې دا دې چي اکثره خلګ د خپلو غوښتنو پسې ځي او په خپل پوهې سرپوښ ایږدي.

د پارس تودی له راپور سره سم، د ایکنا قرآني خبري آژانس د حکمت او فلسفې د ورځې په پلمې سره، له ایرانی وتلی حکیم او فیلسوف داکټر غلامحسین دینانی سره خبرې کړي چي مونږ ی      دلته ورڅخه ځینې ټکې له تاسو سره شریکوو.
استاد دینانی په دغه خبرو اترو کې د عقل، د پوهې او د غوښتلو تر مینځ شخړه، د عقل تر واک لاندې ژوند، په قرآن کې حکمت، اخلاق او حکمت، د لا ښه پوهې لپاره هڅه، په حکمت باندې په پوهاوی کې د فارسي د ادبیاتو د رول په اړه بحث کوي.
استاد ستاسو په خبرو کې په ځلونو په قرآن کې د حکمت مفهوم او دا چي قرآن شریف د حکمت کتاب دی، اشاره شوې ده. د دې مفهوم په اړه لږ څه توضیحات ورکړئ.
قرآن د مسلمانانو اسماني کتاب له الهي حکمتونو څخه ډک دی. د هود مبارکه سوره په دغه ایت سره پیلیږي: «الر کِتابٌ أُحْکِمَتْ آیاتُهُ ثُمَّ فُصِّلَتْ مِنْ لَدُنْ حَکِیمٍ خَبِیرٍ. الر، ژپاړه: دا یو داسي کتاب دی چي ایتونه یې محکم شوي او بیا تشریحات ورکول شوي او د حکیم او عالم خدای له خوا نازل شوی دی!
دا ایت شریف لکه د قرآن نورو ایتونو په شان عقل ته اشاره کوي، فلسفه یعني عقل، هغه څه چي د قرآن په ایتونو کې راغلي دي له عقل سره سم دي . په نړۍ کې له عق څخه لوړ مقام نه لرو.
په دې تعریف سره چي تاسو یې بیانوئ ولي د نن ورځې انسانانو کله ناکله په خپلو کړچارونو سره، په یو ډول د عقل د ګوښه کېدو لامل کیږي؟
بلې همدا خبره ده، ستونزه داده چي انسانان کله ناکله خپل عقل د لاسه ورکوي او خپلو غوښتنو ته زیاته توجه کوي. باید پام وکړو چي د غوښتلو او د پوهېدلو تر مینځ تل لانجه موجوده وي. انسان یوه غوښتنه لري او یوه پوهه. خلګ اکثره د خپلو غوښتنو پسې روانیږي او په خپلو پوهو باندې سرپوښ ایږدي. دا د انسان تېروتنه او ملامتیا ده.
زمونږ په دیني ادبیاتو کې د اخلاق او حکمت موضوعګانې سره تړلي دي او حکیم هغه مومن کس ته وایو چي په الهي صفاتو ځان سینګار کړی وي... بلې دا هم د عقل اړتیا ده. حکیم ځکه چي حکمت لري او پوهیږي، خدای او د متعال خدای صفات پېژني.
دا ممکنه ده چي یو کس فیلسوف وي خو حکیم نه وي؟
 نه، نشي کېدای. فیلسوف یونانی لغات او حکیم اسلامي لغت دی. دواړه یوه معنا ورکوي. په حکمت باندې پوهېده ډېره ګرانه ده. فیلو و سوفیا په یونان کې د حکمت د مینوال په معنا ده . مونږ باید له حکمت سره مینه وکړو او دا یعني پوهې سره مینه وکړو. په عبادت کې همداشان دی، مونږ الهي درګاه ته ورنږدې کیږو.
تقرب یا نږدې کېده څه معنا لري؟
 یعني پوهېدو ته ورنژدې کیږو، په ناپوهی سره، هیڅ یوې مقولې ته نه شو ور نژدې کېدای.
 
د دې لپاره چي د پوهې او حکمت سره مینه پیدا کړو ستاسو په نظر باید څه وکړو؟
 
 باید له نفسیاتو او بې ځایه روزانه غوښتنو سره مبارزه وکړو. یعني فکر وکړو او ووینو چي څه شي معقول دی او د عقل اړتیا څه ده. که مو عقل نه پرې ورسېدی په شریعت سره باید عمل وشي. ټوله خلګ عقلمن نه دي او عقل ته دومره اهمیت نه ورکوي. په داشان حالاتو کې متعال خدای فرمایي: په شریعت باندې عمل وکړئ.
 استاده! د نوی عصر د انسانانو د فکري نیمګړتیاوې او د اړتیاو په لور د عقل د کوچولو ستونزه باید څه ډول هواره شي؟
 
عقل غلطي نه کوي، غوښتنې دې چي په عقل برلاسه کیږي. انسان په دنیا کې په یوه څه خو مبتلا نه دی او عقل هم محض نه دی.انسان، عقل لري تر څنګ یې هم شهوت ، همدارنګه پیسې، مقام او شهرت غواړي او زرګونه ستونزې او کړاونه لري. دغو ته وایو نفسیات، کله نا کله هم نفسیات په عقل برلاسه شي. که د چا پام پر ځاي وي د نفسیاتو په وړاندې عقل ته ترجیح ورکوي. که بیا هم پوه نه شو باید په شریعت باندې عمل وکړي، شریعت ورته لاره ښیي.
 
شریعت له دې موضوع سره په تړاو کې څه وایي؟
 
 شریعت روانې چارې مونږ ته را زده کوي. دا چي لمونځ وکړو، روژه ټینګه کړو، غلا نه وکړو، ناوړې چارې نه وکړو او داسي نور، دغه احکام شریعت دی.
 
مقصد دا دی چي شریعت مونږ ته د انساني ژوند لارې چارې ښیي خو حکمت د پاملرنې د اهمیت په باب انسان ته کوم پیغام ورکوي؟
 
حکمت دا دی ځکه چي خپله په ټوله حقیقت نه یې خبر، د شریعت په دستور باندې عمل وکړې. یعني متعال خدای د اسلام د ګران پیغمبر ص له لارې مونږ ته حقیقتونه ښودلي دي.
 
فارابي لومړنی مسلمان فیلسوف دی او په ایران کې هم د دغه لوی فیلسوف د مقام په درنښت کې د حکمت او فسلفې ځانګړې ورځ ټاکل شوې ده. تاسو د ایران له سترو حکیمانو څخه یاست د فارابی د متن په څېر د فلسفې مطالبو د لوست په هکله څه نظر لرئ؟
 
فارابي یو له لویو فیلسوفانو څخه دی. فارابي او ابن سینا په دنیا کې سارې نه لري. د نن ورځې فیلسوفان ځینې فالتو خبرې کوي.
 
له ټولو سترې خبرې فارابي کړي دي. فارابي ډېر ستر فیلسوف دی. ابن سینا همداسي لویو فیلسوفانو څخه وو.
 
د دوی نظریې باید د یوه  استاد تر نظر لاندې ولوستل شي. بې له کوم استاد څخه نه شې پرې پوهېدای.
 
ایا د اوسنې عصر انسانان، د پوهې په برخه کې یو نوې ور پرانیستي دي؟
 
بله، خو په چټي پوهو ځان مشغول کړي دي! یعني بې اثره معلومات. معلومات له پوهې سره بنیادي توپیر لري. معلومات هغه دي چي سهار تر ماښامه پورې د رسنیو له لارې مونږ تر لاسه کوو او د انسانانو ذهنونه ور ډکوي، لیکن د هغه ژورتیا ورکموي. انسان له داسي معلوماتو سره هیڅ کله نه بډایه کیږي او ژور سوچ نه کوي. پخواني فیلسوفانو وخت لرل او فکر یې کول او د ژور سوچ څښتن وو لیکن نن سبا داسي نه دی. داسي معلوماتونه مونږ ته رسیږي چي اړونده نه دي، په تېره بیا موبایل خو د انسانانو ژوند یې ورتباه کړی دی.
 
په دې دنیا کې څه باید وشي؟
 
زه نشم کولای چي څه باد وکړو. که څوک د حقیقت په لټه کې دی، سپارښتنه ورته کولایشم. په روزمره ژوند دې مبتلا نه شي. ژور فلسفي کتابونه ولولئ. زه یوه دوره اسلامي فلسفه کتاب لیکلی دی او ولولئ. په اسلامي نړۍ کې د فلسفي تفکر په اړه کتاب ولولئ او څیر شئ او که مو پوښتنه او یا شک پیدا شو له استادانو څخه پوښتنه وکړئ. نوې نړۍ خپل ضروریتونه لري په دې خاطر چي تکنیک او صنعت پرمختګ کړی دی خو فکر وده نه ده کړې. معلومات زیات شوي او ارامښت له مینځه تللی.
 
د یوه داسي فیلسوف په توګه چي د فارسی ادبیاتو او اشعارو سره مله واست، د فارسي ادبیات زمونږ د فکر او فرهنګ د ژورتیا لپاره چي نن سبا د لوستلو حوصله نه لرو کوم رول ادا کولایشي؟
 
د فارسي ادبیات په دې برخه کې ډېره مرسته کړې ده. په تېره بیا ایراني ادیبانو تل د حکمت او انساني پند په خدمت کې دی. سعدی له حکمت آمیز او اخلاقي ټکو نه ډک دی، ګلستان په یوه ډول او بوستان په بل ډول. حافظ د معنویاتو سمندر دی. البته باید پرې پوه شو په حافظ باندې پوهېده ډېره ګرانه ده. که څوک د حافظ په خبره پوه شي نو ړنا ته یې لاره موندلې ده. دا موضوعات باید په ځیر او حوصلې سره ولوستل شي. ورځني معلومات زمونږ په درد نه وهي.
 
په اخر کې د یوه لوی او مشهور حکیم په توګه چي خبرې یې تل د پاملرنې وړ دي، یوه حکیمانه نصیحت وکړئ؟
 یوه داسي خبره چي ټوله ارام کړي، نه لرم. باید سړي د حقیقت تږی ووسي، چي د حکمت خبره یې خوښه شي. د حقیقت تږی ووسو او حقیقت ولټوو. ادبیات مو له معارف څخه ډک دی، انسان باید د حقیقت تږی ووسي. داسي نه ده چي یو ټکی ووایم او ټول یې ومني.
https://parstoday.ir/ps/news/religion-i154594

captcha