د حضرت فاطمةالزهرا(س)په عظمت او جلالت کې د اهل سنت په روائي ،تاریخي او رجاليسرچینو ډیر حدیثونه او کلمې راغلي دي چې وئیل کیدلی شي، د هغې بزرګوارې فضایل د شیعه او سني فرقو د اتفاق وړ وړ دي.
د حضرت فاطمة الزهرا(س) عظمت مناقبت او فضل په اسلامی دیني تاریخ کې دومره روښانه دي او د هغې پلاربزرګوار حضرت محمد مصطفی(ص) په نزد دهغې مقام دومره لوړ دی چې دهغې بی بی په عظمت او جلالت کې د اهل تسنن په روائي ،تاریخي اورجالي سرچینو کې ډیری حدیثونه اوکلمې واردې شوي دي.
دحضرت فاطمة الزهرا(س) شخصیّت د اهل تسنن په روایتونو کې د انساني فضایلو د یوې جامعې بانو په عنوان سره انځور شوی دی.د تفسیری او غیر تفسیری روایتونو پشمول د حضرت فاطمةالزهرا په فضایلو کې د اهل سنت روایتونه ذکر شوي دی. تفسیری روایتونه د قرآن کریم له منظره دهغې بزرګوارې ځائيګی ښودلی دی او په الهي تعبیرونو کې د حضرت فاطمة الزهرا س د شخصیّت بیان شوی دی.
په اهل سنت کې د حضرت زهرا س مقام او منزلت په باب ډیر زیات او مختلف مطلبونه نقل شوي دی.
جلال الدین سیوطي داهل سنت په لویو عالمانو کې په ادبیاتو،حدیث او تفسیر کې یو لوی ځائيګی لري. سیوطي یو کتاب لري د مسند فاطمه په نامې سره. په دغه کتاب کې هغه روایتونه چې د حضرت زهرا س له لارې نقل شوي دی او همداراز هغه روایتونه چې دهغې بزرګوارې په باب دي،غونډ شوي دي. یو هغه مطلب چې د هغې بزرګوارې په باب دی ، د نور سورې په ۳۶ ایت کې؛ فِي بُيُوتٍ أَذِنَ اللَّهُ أَنْ تُرْفَعَ وَيُذْكَرَ فِيهَا اسْمُهُ يُسَبِّحُ لَهُ فِيهَا بِالْغُدُوِّ وَالْآصَالِ؛ او دا مشکات په کورنو کې شته ، یعني په جوماتونو ،عبادتځایونو او د نبیانو او والیانو په کورونو کې چې خدای رخصت ورکړی چې هلته وارد شي او دغوځایونو کې ئې ذکر وشي اوسهار اوماښام د هغې د پاک ذات صفت؛؛؛
و آن مشکات در خانههایی قرار دارد مانند معابد و مساجد و منازل انبیا و اولیا که خدا رخصت داده که آنجا رفعت یابد و در آنها ذکر او شود و صبح و شام تسبیح و تنزیه ذات پاک او کنند.»
یو کس پورته شو او پوښتنه ئې وکړه ،دغه کورونه کوم کورونه دي. پیغمبر اکرم (ص) وفرمائيل؛ دغه خونې د پیغمبرانو دي: بیا ابوبکر پاڅید او اشاره ئې وکړه ، دحضرت علی ا و حضرت زهرا کور ته او پوښتنه ئې وکړه،ایا دغه کور هماغه خونې دي چې په دغه آیت کې راغلي دي؟ پیغمبر اکرم (ص) وفرمائيل؛ هو! دا له هغو کورونو ترټولو ښه کور دی. دغه مطلب د «الدر المنثور» جناب سیوطی، کتاب په جلد ۶، صفحه ۲۰۳ کې د همدغه آیت په ترڅ کې راغلی دی.
همداراز نقل شوي دي چې حضرت عایشه له پیغمبر اکرم(ص) څخه پوښتنه کوي،چې فاطمه دومره ولې څپَوې؟،نو پیغمبراکرم(ص) وفرمائيل؛د فاطمه ریښه او اصل له بهشتي ماڼې څخه دی اوهغه مهال چې پیغمبر اکرم معراج ته لاړ ؤ نو دا مانه پیغمبر ته ډالۍ کړئ شوې ده. چې د اسراء سورې دلومړي آیت په تفسیر کې چې د پيغمبر اکرم له معراج سره اړونده دی،دې موضوع ته پکې اشاره شوې ده.
https://hamedan.iqna.ir/fa/news/4248847