ایکنانیوز د onanews له قوله راپور راکړی، د LPMQ ( پنټاشهن قرآني کمیټې) مشر عبدالعزیز صدقی د قرآن کریم ددغې نسخې د ځپریدا په باب ووئيل، مونږ دغه قرآن د اشارې په ژبه ترجمه کړی دی او وئيلی شو دا په نړۍ کې لومړی ځل دی چې د قرآن مجید په ترجمې او ژباړې کې د اشارې له ژبې استفاده کیږي.
هغه ووئيل، ددغه کار لومړنۍ مرحله په ۲۰۲۰ او ۲۰۲۱ کلونو کې پیل شوه څو هغه نښې او علامتونه چې د قرآني حروفو اوټکو لپاره د اشارې په ژبه کې ورڅخه استفاده کیږي، مشخص شي. بیا د پنټاشهین قرانی کمیټې په ۲۰۲۲ او ۲۰۲۳ کلونو کې د قرآن 30 سپاره د اشارې په ژبه وژباړله . دغه کمیټي به ډير زر د قرآڼ کریم ټوله دیرش سپارې د په دغې ژباړې سره وړاندې کړي.
صدقي په دوام کې ووئيل؛ په دغه قرآڼ کې له دوو رودو استفاده شوې ده . یوه د کتابت روده او بله هم د تلاؤت روده.چې الحمد الله مونږ توانیدلي یوو دغه دواړه رودې له یوې بلې سره یوځاي کړو او بیا ئې چاپ کړو.
هغه زیاته کړې ده ،له دې امله د ټولنې وګړي یا د کاڼه یا د کم آوریدونکو دوستان او هغه کسان چې په خبرو وئيلو کې کمزوري دي ، له دغه قرآنه استفاده کولی شي.
عبدالعزیز صدقي ووئيل چې په ۲۰۲۴کال کې د LPMQ کمیټې به د ژبې په اشارې سره د تلاؤت له رودې څخه په استفادې سره دق رآڼ کریم یوه نسخه په یوه ټوک یا جلد کې چې د قرآن پنځلس سپارې دي ، خپره کړي او دغه پروژه به په ۲۰۲۵کال کې د قرآن کریم د 30 سپارو په خپرولو سره پاي ته ورسیږي.
https://iqna.ir/fa/news/4252342