IQNA

د ؛مفازا؛ قرآن نړیوالو سیالیو د اتلسم پړاؤ ترسره کیدا

5:34 - January 15, 2025
د خبر لمبر: 3490471
ایکنا- د الکوثر سپوږمکیز چینل د روان کال په روژې مبارکې میاشتې کې د؛ان اللمتقین مفازا؛ په نامې سره د ټيلیویژني قرآڼی سیالیو د اتلسم پړاؤ د ترسره کیدا لپاره پروګرام اعلان کړ.

ایکنانیوز راپور راکړی، د مفازا  قرآن نړیوالو سیالیو په  اتلسم پړآړ کې د نامو لیکل  د حضرت امام علی علیه السلام دنیکمرغه زوکړې له کلیزې سره په یووخت  د رجب د میاشتې له دیارلسمې نیټې  پیلیږي او د شعبان د میاشتې تر دریمې نیټې پورې يعني د  حضرت  امام  حسین علیه السلام د نیکمرغه زوکړې تر کلیزې پورې  به دوام ولري.

 په دغو سیالیو کې د نامو د ثبتولو لپاره مینه وال د  الکوثر سپوږمکیز چینل  د اطلاع رسونې ویب سایټ    https://mafazatv.ir/register       یا د ټيلیفون شمیرې    ۰۰۹۸۹۱۰۸۹۹۴۰۲۵ په واټس  اپ او ټلګرام  ټولنیزو  چینلونو  ته مراجعه کولی شي.

همداراز  په دغو سیالیو کې دګډون مینه وال  د  انعام سورې  له ۱۶۱تر ۱۶۵ پورې آیتونه ، د اعراف سورې  له ۱۴۳ آیته  تر ۱۴۴ پورې آیتونه یا د هود سورې له ۱۱۰ تر ۱۱۵ پورې آیتونه  د تلاؤت لپاره  ټاکلی شي او  دخپل تلاؤت غږیز فایل  چې له دوو تر درو دقیقو پورې وي  ، د سیالیو دترسره کونکي کمیټې  لپاره  لیږلی شي.

 ګډون کونکي باید د تلاؤت د لیږلو په وخت  خپله نامه  له خپل هیواد سره یوځاي ، د ټيلیفون شمیره  او د تلاؤت وخت  په کامل ډول ثبت کړي.

  د روژې د مبارکې میاشتې  مخکې  به د لومړنۍ ارزونې مرحلې کې  له ګډون کونکو ۹۶ کسان وټاکل شي  او دغه کسان به د سیالیو په ورپسې  مرحلې کې شتون پيدا کړي.

 دلومړنۍ مرحلې  دغوره کسانو دتلاؤت تاریخ او وخت به  د قرعه کشۍ په اساس دوي ته وښودل شي او هر قاری به یوازې درې ورځې فرصت ولرل شي، دتلاؤت خپل ویډیوئي کلیپ دې راولیږي  څو د سیالۍ د  لومړۍ مرحلې د تلاؤت په توګه   په ژوندئ بڼه ئې د نړیوالو قاضیانو په وسیله قضاؤت وشي.

 له دغو قاریانو به بیا  ۲۴ قاریان نیمه نهائي سیالیو مرحلې ته  ته لاره ومومي او  له هغوی به یوبل  لاره موندونکی قاری د کتونکو په نظر سره خوښ شي.

 د سیالیو په فاینل  مرحلې کې  به چې د  روژې د مبارکې میاشتې د  نیکمرغه شپې به ترسره شي،  له پنځو مختلفو هیوادونو  څه به پنځه   غوره  قاریان  له یوه بل سره سیالۍ وکړي او  په پاي کې به برلاسه او غوره کسان اعلان شی.

https://iqna.ir/fa/news/4259744

captcha