ایکنانیوز د اینډیا ټومارو له قوله راپور راکړی، د قرآن مجید (The Glorious Quran) ؛ په عنوان سره ددغه اثر ژباړن ظفر الاسلام خان په یولړ څرګندونو کې ووئيل،په انګریزي ژبې ژباړې د اوسنیو اړتیاؤ ځواب نه ورکوي او په اوسمهال کې موجود تفسیرونه ،د مطرح شوي پوښتنو ځوابونه نه دي.
دا د یوه مشهور ژباړن عبدالله یوسف علی له ترجمې وخت راهسې په هندوستان کې د قرآن کریم د انګریزي ژبې لومړنۍ ترجمه ده چې په د ۱۹۳۰لسیزې په لومړیو کې خپره شوې ده.
ظفر الاسلام خان په پیل کې د عبدالله یوسف علی د ترجمې په سمولو سره کار پیل کړ،چې د هغه پّ وینا ، له پخوانۍ ژبې او رودې څخه پر استفادې سربیره ، ډيرې تیروتنې او ناسمووالي هم لري.
هغه په یولسو کلونو کې د څه دپاسه دوه زره حاشیه ؤ سره د یو بشپړ نوی ترجمه ، د حضرت محمد مصطفی(ص) د ژوند سرحې ، اسماءالله ، د اسلامی اصطلاحاتو ډیکشنرۍ او د قرآڼ موضوعي انځورونه خپره کړي دي.په دې توګه د قرآن کریم دغه نوي ترجمه د اسلام دین سره د بلدتیا لپاره یوه بشپړ لارښونه ده.
خان صیب په دغه اثر کې د پيغمبر اکرم (ص) د سیرت او تفسیر دترټولو پخوانیو کتابونو او عربۍ ترټولو اصیلو آثارو او د عربی ژبې او قرآن د لغت ترټولو باؤري ډيکشنریو باندې استناد کړی دی. هغه باؤري دی چې دغه ژباړه ، په ماډرن ،ساده انګریزي ژبې داسلام د مقدس آسماني کتاب ترټولو دقیقه ترجمه ده.
هغه ووئيل، دغه مشروحه ترجمه په دوو نسخو کې موجوده ده؛ یو دهغې عربی متن او ترجمه ئې پکې شامله ده او بله هم انګریزي ترجمه ده. هردواړه نسختې داسې ضمیمې او جلدونه لري چې ددغه اثر د ژباړن په وسیله لیکل شوي دي. هغه همداراز ووئيل، چې دغه ترجمه اوس د په آڼلاین بڼه هم په
https://thegloriousquran.net ویب پاڼې باندې موجوده ده.
ظفرالاسلام خان یو مشهور مسلمان څيړاند دی چې په الازهر پوهنتون اوقاهرې کې ئې زده کړې کړي او په بریتانیا کې ئې له مانچشټر پوهنتونه پی ایچ ډي هم کړې ده . هغه په انګریزي اواردو ژبو څه دپاسه پنځوس کتابونه لیکلي او ژباړلي دي.
https://iqna.ir/fa/news/4265382