د ایکنا د راپور له مخې، چې د فلسطین د خبر رسونې مرکز په حواله وړاندې شوی، فریدمن ټینګار کوي چې دا پالیسۍ نه یوازې ناعادلانه دي، بلکې توپيري هم دي او په دې سیمه کې بشري بحران نور هم ژوروي. د هغه په وینا، دا محدودیتونه چې د غزې د اوسیدونکو د وتلو اجازه نه ورکوي، د دې کړچار تر شا د انگیزو او د هغو د رواوالي په اړه ډېرې پوښتنې راپورته کړې دي.
د کډوالۍ د پالیسیو او د فرصتونو د لټون د حق ترمینځ اختلاف
فریډمن بیانوي چې د غزې په پرتله د نورو بحران ځپلو سیمو سره ئې پرتله کول، د نړیوالې ټولنې لخوا له بشري بحرانونو سره د چلند په څرنګوالي کې یو څرګند واټن ښئي. د ډېرو جګړه ځپلو یا بحران ځپلو سیمو په اپوټه، چې په هغو کې کډوال د پناه غوښتنې یا په نورو هېوادونو کې د غوره ژوند په لټه کې دي او ډېری وخت نړیوال ملاتړ ترلاسه کوي، د غزې اوسیدونکي له داسې محدودیتونو سره مخ دي چې عملاً ئې په دغې سیمې کې بندي کړي دي. هغه ټینګار کوي چې دا دوه ګوڼی معیار د سیاسي او غیراخلاقي انګیزو له امله رامنځته شوی او عملاً د منځني ختیځ په شخړو کې د سیاسي موخو لپاره ترې کار اخیستل کېږي.
د دې مقالې له مخې، په داسې حال کې چې د نړۍ مشران په سمه توګه استدلال کوي چې د عامو خلکو اجباري ویستل د منلو وړ نه دي، ډېری وخت همدا کسان د غزې د اوسیدونکو له خوا د غوره شرایطو په لټه کې پخپلې خوښې له مهاجرت سره مخالفت کوي. په پالیسیو او معیارونو کې دا ګډوډئ اوترینګلتیا د دغې سیمې بشري بحران نور هم خرابوي او د غزې اوسیدونکي په یوه باطلې دایرې کې د کړاو، ناامېدۍ او تاوتریخوالي بندي ساتي.
فریډمن د دې بحران په دوام کې د نړیوالو بنسټونو او عربي هېوادونو رول ته په اشارې سره ټینګار کوي چې د نورو ځایونو د ورته بحرانونو برعکس، نړیواله ټولنه نه یوازې د خپلې خوښې مهاجرت ملاتړ نه کوي، بلکې د غزې د اوسیدونکو په وړاندې یو توپيري چلند غوره کړی دی.
لیکوال د خپلې مقالې په وروستۍ برخه کې ټینګار کوي چې نړیواله ټولنه باید د اجباري جابجایۍ او داوطلبانه مهاجرت د انتخاب ترمنځ توپیر وکړي. د هغه په باور، د غزې له خلکو څخه د وتلو مخنیوی هم د بشري حقونو څرګنده سرغړونه ده او د داوطلبانه مهاجرت لپاره د خوندي لارو پرانیستل نه یوازې یو بشري عمل دی، بلکې د نړیوالې ټولنې لپاره یو اخلاقي مسؤولیت هم ګڼل کېږي.
https://iqna.ir/fa/news/4267999