ایکنانیوز د پارس ټوډې له قوله راپور راکړی د افغانستان د هرات د امنیتي خبرو اترو دولسم پړاو چې د «افغانستان: د هیلې راټوکېدل؛ ګډه هڅه» په عنوان سره د افغانستان د سټراټیژیکو مطالعاتو مرکز له لوري د اسپانیا په پلازمېنه مادرید کې جوړ شوی و، پای ته ورسېد.
د دې غونډې ګډونوالو د دوو ورځو په لړ کې په افغانستان کې د ترهګرۍ د پراختیا، سیاسي وضعیت، د ښځو حالت او پر افغانستان د نړیوالو سیاستونو د اغېزو په تړاو خبرې وکړې. د افغانستان د سټراتیژیکو مطالعاتو انسټيټوټ ویلي، دا غونډه د متخصصینو، سیاستوالو، ډیپلوماتانو، د بشري حقونو فعالانو، پالیسۍ جوړوونکو او د سیاسي بهیرونو د استازو لپاره یوه ډیپلوماتیکه فضا وه چې موخه یې د افغانستان د امنیتي، سیاسي او ټولنیزو ناورینونو لپاره د عملي حللارو موندل وو.
د دې غونډې په دویمه ورځ د افغانستان د بیارغونې لپاره د امریکا مخکیني ځانګړي پلټونکي جان ساپکو وویل چې امریکا لا هم هره اوونۍ افغانستان ته پیسې لېږي.
هغه ټینګار وکړ چې د مخکیني حکومت له نسکوریدا وروسته، امریکا افغانستان ته ۲۱مېلیارده ډالر ځانګړي کړي دي.
په دې غونډه کې د ښځو پر زده کړو د بندیز او د طالبانو له لوري د ځوانانو او نارینه وو ترمنځ د سرزورۍ د ترویج په تړاو اندېښنه څرګنده شوه.
ځینو ویناوالو ټینګار وکړ، تر هغې مخکې چې طالبان افغانستان ته نور زیان ورسوي، باید دا هېواد د دې ډلې له ولکې وژغورل شي.
د افغانستان د سټراتیژیکو مطالعاتو انسټیټوت خبر ورکړی، چې د کب له شپږمې تر اوومې یې د هرات د امنیتي خبرو اترو دولسم پړاو د «افغانستان؛ د هیلې راټوکیدل، ګډه هڅه» تر سرلیک لاندې جوړ کړی و.
دغه انسټیټوت ټینګار کړی، چې دا غونډه د متخصصینو، سیاستوالو، ډیپلوماټانو، د بشري حقونو فعالانو، پالیسۍ جوړوونکو او د سیاسي بهیرونو د استازو ترمنځ د نظرونو د تبادلې لپاره زمینه برابره کړې وه، څو د افغانستان د امنیتي، سیاسي او ټولنیزو ناورینونو لپاره عملي حللارې وموندل شي.
د هرات د امنیتي خبرو اترو د دولسم پړاو دویمه ورځ د افغانستان د بیارغونې لپاره د امریکا د ځانګړي پخواني پلټونکي جان ساپکو، په ځانګړې مرکې سره پیل شوه. نوموړي ویلي، چې د افغانستان د مخکیني حکومت له سقوط وروسته، امریکا افغانستان ته ۲۱ میلیارده ډالر ځانګړي کړي، چې له دې منځه ۳.۷ میلیارده ډالر یې پر بشري مرستو لګول شوي دی.
ساپکو ټینګار کړی: « خو دغو مرستو د ښځو، ماشومانو، زدهکړو او بشري حقونو په تړاو د طالبانو پر لید لوري هېڅ اغېز نه دی کړی.»
د هغه په وینا، سره له دې چې امریکا خپلې رسمي مالي مرستې بندې کړې، لا هم هره اوونۍ افغانستان ته پیسې استوي.
جان ساپکو ټینګار کړی، چې په افغانستان کې د امریکا د پاتې پوځي تجهیراتو اخیستل به واشنګټن ته لږه ګټه ولري.
هغه ویلي: «د دغو تجهیزاتو د بیرته اخیستو لګښت به د هغو له اصلي ارزښته ډېر وي.»
نوموړي همداراز څرګنده کړې، که طالبان خپل چلند بدل نه کړي، نو د افغانستان د شتمنیو له زېرمو به ۴ میلیارده ډالر ضبط شي.
ساپکو د مخکیني حکومت د سقوط او په افغانستان کې د امریکا د شل کلن شتون په تړاو ادعا کړې:« د امریکا جنرالانو، ډیپلوماټانو او قراردادیانو د خپلو کړنو او د افغانستان د وضعیت په اړه د امریکا خلکو ته دروغ ویل څو ډېرې پیسې ترلاسه کړي او دروغ یې ویل، څو خپلې کمزورې پټې کړي.
هغه زیاته کړې، چې امریکا د افغانستان د بیارغونې لپاره د ماتو او نه کارېدونکو وسایلو صندوق له ځان سره راوړی و:«موږ د امریکا خلک وغولول. موږ یو داسې سیسټم جوړ کړ، چې د امریکا خلکو ته دروغ ووایو.»
په دې غونډه کې د ښځو پر زدهکړو د بندیز او د طالبانو له لوري د نارینه په منځ کې د افراطیت د ترویج په اړه هم خبرې وشوې.
د لندن د کینګز کالج لوړپوړي څېړونکي ډیوید لوین ټینګاروکړ چې تر دې مخکې چې طالبان افغانستان ته نور زیان ورسوي، باید دا هېواد د دې ډلې له ولکې خلاصون ومومي.
د هغه په وینا، د زور کارول او مدني نافرماني د افغانستان د ژغورلو له لارو ګڼل کېدای شي.
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i157740