ایکنانیوز د الجزیره له قوله راپور راکړی، شیخ محمد الطاهر بن عاشور په ۱۸۷۹ کال کې په تیونس کې زیږیدلی او وروسته وروسته د اصلاح غواړو شیخانو تر اغیزو لاندې ورغلی ؤ . ددې په ترڅ کې چې د خپل وخت له مصلحانو سره هم په ارتباط کې ؤ چې په هغو کې له محمد عبده،شیخ رشید رضا او شیخ محمد الخصر حسین ته اشاره کولی شو؛داسې کسان چې په تیونس کې ئې د زده کړې پر اصلاح دشیخ ابن عاشور په توجه او اهتمام ډيرې اغیزې شیندلي دي.
په قیروان پوهنتون کې د تمدن ا و د عقایدو د تاریخ استاد جمال الدین دراویل په وینا، شیخ ابن عاشور دهغې اندلسي کورنۍ غړی دی چې نیکونه ئې د مراکش د پلازمینې رباط په شاخوا کې دیره شوي او وروسته دتیونس پلازمینې ته کډه په سر شوي دي. دهغه غور نیکه د نولسمې پيړۍ یو لوي عالم ؤ.
په تفسیر کې روڼ اندي؛
د تیونس دغه عالم د اوسمهاله اسلامی اجتهاد یو استاد بلل کیږي؛ هغه د قرآن کریم مفسّر ؤ او د حدیث ،ژپې، بلاغت او د اسلامی اجتماعي اصولو په زمینې کې ئې یو لړ مطلبونه لیکلي دي.
په الزیتونه پوهنتون کې دتیونس د فقیهانو د برخې مشر محمد بن علی الشتوي وائي ؛ ابن عاشور پخپلو لیکنو او پلانونو کې څو ځانګړنې درلودلي دي؛ هغه دمقاصدو په علم کې د یوې نوي نظرئې خاوند دی او د ؛اسلامی شریَعت مقاصد؛نومې کتاب د لیکلو په وخت ئې فیصله وکړه څو دشریعت د مقاصد علم د فقې د اصولو له علمه جلا کړي او له دې پرته چې د فقې د اصولو علم پریږدوي، دا ئې په یوه مهم علم بدل کړ.
جمال الدین دراویل د قرآن تفسیر ته د ابن عاشور د کړچار په باب وائي ؛ دشمالی افریقا هیوادونه له شیخ ابن عاشور پرته بل کوم مفسّر نه دی پيژندلی . هغه خپل تفسیر پرروښانه کړچار درولی دی چې په هغو لسو مقدمو کې چې د هغه د کتاب په لومړنۍ برخې کې د ؛التحریر و التنویر؛ په عنوان سره راغلي او هلته روښانه شوې ده چې د قرآن کریم په تفسیر کې بیا کتنه د یوه ماډرن او پرمختللي اسلامی عربی فرهنګ د جوړولولپاره مرکزي ټکی دی.
یو هغه ترټولو څرګند مطلب چې په مقدمو یا سیریزو کې ورته اشاره شوې او په تفسیر کې د شیخ ابن عاشور یو ډول قطب نما حسابیږي، دا دی چې هغه د قرآن کریم په تفسیر کې اساسی کړچار زباني او بلاغي کړچار بللی دی.
هغه وائي ؛ د شیخ ابن عاشور یوه ځاص ځانګړنه دا ده چې د قرآن کریم د تفسیر له پیلولو مخکې د سورې مقاصد په کلي توګه بیانوي او ترهغه مهاله چې آیت له زباني ،نحوي اوبلاغي پلوه ونه ارزوي ، ورڅخه نه تیریږي. هماغه شان پر هغه پیاوړي او مضبوط پيوند چې د آیتونو ترمینځ شته ، توجه کوي او خپله زباتي ، قفهي او تاریخي پوهه د قرآن د متن په تفسیر کې کاروي.
https://iqna.ir/fa/news/4270773