IQNA

پاکستانی شنونکی وائي؛ایرانیان به هیڅکله د امریکا پوځي ګواښونو ته تسلیم نشي؛ واشنګټن له ډيپلوماسۍ پرته بله چاره نه لري

15:41 - April 09, 2025
د خبر لمبر: 3490936
ایکنا- د اټومي چارو یوه کارپوه او د پاکستان د قائد اعظم پوهنتون د سیاسي علومو او نړیوالو اړیکو د څانګې مشر ډاکټر ظفر نواز جسپال وویل: "د تهران او واشنګټن ترمینځ اوسنی خرابېدونکی وضعیت د ډیپلوماسۍ په لور بدلون ته اړتیا لري ځکه چې ایرانیان به د امریکا پوځي ګواښونو ته تسلیم نشي. له همدې امله، د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ او حکومت ئې باید له  مطلق العنانیت،دړکو او پوځي توبه  ډډه وکړي.

ایکنانیوز د پارس ټوډې له قوله راپور راکړی، د پاکستان د اټومي انرژۍ یوه کارپوه د امریکا ولسمشر ته خبرداری ورکړی چې د ایران په ضد له مطلق العنانۍ ډډه وکړي.

داپه داسې حال کې دي چې د ایران د بهرنیو چارو وزیر سید عباس عراقچي د دوشنبې په شپه په ایکس ټولنیز چینل کې لیکلي: ایران او امریکا به د شنبې په ورځ په عمان کې د لوړ پوړو چارواکو په کچه غیر مستقیمې خبرې اترې وکړي.

 د پارس ټوډې په وینا، د اټومي چارو کارپوه او د پاکستان د قائد اعظم پوهنتون د سیاسي علومو او نړیوالو اړیکو د څانګې مشر ډاکټر ظفر نواز جسپال وویل: "د تهران او واشنګټن ترمنځ اوسنی خرابېدونکی وضعیت د ډیپلوماسۍ په لور بدلون ته اړتیا لري ځکه چې ایرانیان به د امریکا پوځي ګواښونو ته تسلیم نشي. له همدې امله، ولسمشر ډونالډ ټرمپ او متحده ایالات باید له  مطلق العنانیت او پوځي توب  ډډه وکړي.

دغه پاکستاني کارپوه د پاکستانۍ ورځپاڼې "The Observer" لپاره په یوه یادښت کې چې سرلیک یې دی "د پردې تر شا ډیپلوماسي او د ایران اټومي تړون" لیکلی: د ایران اسلامي جمهوریت د اټومي وسلو د نه خپریدو تړون (NPT) غړی دی او د اټومي انرژۍ له نړیوالې ادارې سره همکارۍ ته دوام ورکوي.

هغه زیاته کړه: "د ایران د غني کولو پرمختګ او د بالستیک توغندیو په برخه کې د هغه احتمالي وړتیا اسراییل او متحده ایالات ویرولي دي."

دغه پاکستاني سیاسي مبصر وویل: په حقیقت کې، د ایران پر اټومي تاسیساتو د برید پر ځای اټومي تړون غوره انتخاب دی، که نه نو د ایران پر اټومي تاسیساتو د امریکا هر ډول برید کولی شي د هیواد اټومي پالیسي بدله کړي.

ظفر نواز جسپال د امریکا د ولسمشر د پوځي ګواښونو په وړاندې د ایران د سیاسي او پوځي ځواکونو، په شمول د اسلامي انقلاب د رهبر، امام خامنه ای، دریځونو ته په اشارې سره ټینګار وکړ: ایران به د ټرمپ ادارې پوځي ګواښ ته تسلیم نشي او د هر ډول پوځي بلاغوښتنې په وړاندې د غچ اخیستلو لپاره چمتو دی،خو ټول امکانات باید په سوله ایزه توګه ولګول شي او د کړکیچونو په سوله ایز حل کې مرسته وشي.

 دغه پاکستاني استاد ټینګار وکړ چې د بندیزونو او پوځي ګواښونو پر ځای، ټرمپ باید د ایران د اټومي مسلې د حل لپاره ډیپلوماټیکې پروسې پیل کړي ځکه چې یوازې په دې توګه په لویدیځه آسیا کې د ویجاړونکې جګړې مخه نیول کیدی شي.

https://parstoday.ir/ps/news/world-i158884

captcha