د غیر متوکل انسان باؤر دا دی چې مطالعه هغه ته علم ورکوي یا پخپلې تجروبې،زیار او علم سره روزي ګټي یا یو خاص چلند هغه ته عزت ورکوي. قرآن کریم د قارون له ژبې نقل کوي؛ قَالَ إِنَّمَا أُوتِيتُهُ عَلَى عِلْمٍ عِنْدِي» (قصص: 78)؛خو توَکل کونکی اسنان د هرډول نعمت او قدرت په وړاندې، دا د خداوندمتعال له خوا یو فضل ګڼي ؛ قَالَ هَذَا مِنْ فَضْلِ رَبِّي» (نمل: 40).
البته هغه د دنیا ټول اسباب آوزار ګڼي او له دې امله پر خدای په توَکل سره په پنځون کې د تعبیه شوي آوزار په چوکاټ کې دخپلو توانمنیو پيژندګلوئ ته مخه کوي؛ البته هماغه شان چې قلم د لیکوال په لاس کې یو آوزار دی او د هغه په ارادې سره حرکت کوي، ټول هغه اسبابونه چې په عالم کې اغیزې شیندي ،په حقیقت کې د خداوند متعال دقدرت په لاس کې آوزارونه دی او یوازې د هغه ارادې او دهغه دغوښتې په لړ کې اغیزې شیندي.
پر دې اساس توَکل کونکی او غیر متَوکل انسان ترمینَّځ توپیر دا دی چې توَکل کونکی خداي تعالی اصلي فاعل ګڼي او پر سببونو او وساطو، پيسو یا ګوند باندې نه بکلې پر هغه اعتماد لري. پر دې اساس په چلند کې ددغو دوو فرق نشته.ډیر داسې کیدلی شي چې توکل کونکی له نورو څخه لازیات او ډير جدي کار هم وکړي، خو خپل عمل اصلي او حقیقي اغیزشیندونکی نه ګڼي . البته ددغه اعتقاد ادعا یو آسان کار دی،خو ورباندې عمل کول ډير سخت دي. که مدعیان د مسئولیّت دترسره کولو په وخت ملاحظه کاري وکړي او د نورو د قدرت، غوسې او قهر او خپګان له ویرې څخه خپله دنده پریږدي،نو دا چلند د توَکل له حقیقت سره هیڅ سمون نه خوري.
که بنده وغواړي، پخپل خداي توَکل وکړي،نو باید خداوندمتعال د لازمو صلاحیّتونو لرونکی وګڼي څو په ټولو چارو کې ورباندې تکیه وکړئ شي،د خیر او صلاح لاره ترې وغواړي او په هغه قضا او قدر باندې باور وکړي چې هغه ټاکلی دی.دا مسئله په معرفت او پوهې پورې تړلې ده او له دې مرحلې وروسته د عمل او اقدام نوبت راځي. نو ځکه، توکل په ټولیزه توګه د معرفتئ او عملي دوه ډوله لوازم لري:
https://iqna.ir/en/news/3492500