قرآن کریم په هود سورې کې په بندګانو کې د خداي د روان سنت په بیانولو او د تیرو امتونو د خبرونو په وړاندې کولو او دغه راز د هود،نوح، او صالح او لوط او شعبیب او موسی علیهم السلام د قومونو کیسې بیان کړي دی.همداراز د دوی د برخلیک په بیانولو سره د مومنانو لپاره د الهی وعدو بیانول او دغه راز الهی آیتونو د دروغ بلونکو او د د کافرانو د پرګنو لپاره د الهی ګواښونو بیانولو ته مخه کوي، او د ددغو مسئلو ترڅنګ دتوحید، نبوت او معاد په باب دالهي معارفو نورې چارې هم بیان شوي دی. د دغې مبارکې سورې په ترټولو وروستي آیت کې خداوندمتعال فرمائي ؛وَلِلَّهِ غَيْبُ السَّمَاوَاتِ وَالْأَرْضِ وَ إِلَيْهِ يُرْجَعُ الْأَمْرُ كُلُّهُ فَاعْبُدْهُ وَ تَوَكَّلْ عَلَيْهِ وَ مَا رَبُّكَ بِغَافِلٍ عَمَّا تَعْمَلُونَ» (هود: ۱۲۳).
خداي تعالی په دوو مخکینیو آیتونو کې پیغمبر اکرم(ص) ته فرمائي ؛ته خپل کار او دنده ترسره کړه او خپلو پيروکارو ته منتظر ووسه(هود سوره؛121-122) په دغه آیت کې یادونه کیږی چې لومړئ؛ وَلِلَّهِ غَيْبُ السَّمَاوَاتِ وَالْأَرْضِ»؛ خداوندمتعال د نړئ په رازونو پوهیږي. د آسمانونو او مځکې غیب چې د تا او د دوي د عاقبت پکې نغښتی دی، د تا د پروردګار په لاس کې دی او نه د دوي له بتانو سره چې له دوي سره شرک کوي او نه له هغو اسبابو سره چې د هغوي شا ورسره ګرَمه او تاؤده ده.
دوهمه؛وَإِلَيْهِ يُرْجَعُ الْأَمْرُ كُلُّهُ»؛د عالم چاري ـوله خدای وآخوا ته بیرته ورگرځي او د هغه دقدرت په لاس کې دي . دوي زړه خوشالوي چې په دغو اسبابو سره حالات پخپله ګټه څرخولی شي او بلاخره بریا له دوي سره شي، خود زمانې ګردش او د آسمانو او مځکې غیب او د ټولو چارو خلاصه د تا د پروردګار په لاس کې ده ، د دوي د عاقبت له غیبه هماغه شان چې پخپله ئې غوښتي او خبر ئې ورکړی، ووځي او بهرنی تحقق ورکوي ، نو ډاډمن ووسه چې دغه څرخیدا د تا په ګټه او د دوي په خلاف ده .
علامه طباطبائي ټينګار کوي، چې دغه آیت د قرآن عجیبه بیان دی.
دوهم په دوام کې د پیغمبر اکرم(ص) ټولې دندې یوازې په دوو کلمو کې بیانوي؛ فَاعْبُدْهُ وَتَوَكَّلْ عَلَيْهِ»؛ یعنی دخداوند عبودیت په ټولو زمینو کې ترسره کړه او پر هغه توَکل وکړه . په ټول کې په غیب باندې د الهی بې پایان علم باندې باؤر ، د عالم په چارو کې په تدبیر کې دخداوندمتعال پر قدرت ایمان لرل او بیا د خداوند متعال په بندګۍ او دندو باندې عمل ټول پر خ دای تعالی د توَّکل سریزه دي . په عین حال کې انسان ته باید یادونه وشي چې خداي تعالی دهغه له کارونو بې خبره نه دی؛ وَ مَا رَبُّكَ بِغَافِلٍ عَمَّا تَعْمَلُونَ».