ایکنانیوز راپور راکوي، دغه نندارتون د قاهرې د الازهر پوهنتون د کرهڼې د پوهنځي په انګڼ کې جوړ شو او د قطر د قرآني بوټو باغ، چې د «حمد بن خلیفه» پوهنتون غړی او د قطر د زدهکړې، علومو او ټولنیز پرمختګ بنسټ پورې اړوند دی، په دغه نندارتون کې ګډون کړی و.
دغه باغ په نندارتون کې د خپلو فعالیتونو او پروګرامونو راپور وړاندې کړ، چې موخه ئې په قرآن او احادیثو کې د کر شوي بوټو او د قطر د ځاي بوټو ساتنه ده.
همدارنګه، د هغو بوټو د تخمونو نمونې، چې د ورکېدو له ګواښ سره مخ دي او د قطر په تخم بانک کې ساتل کېږي، د قطر د چاپېریال د ډولوالي د ښودلو او د قرآني بوټو باغ د نباتي سرچینو د ساتنې په برخه کې د هڅو د نندارې په موخه په دغه نړیوال نندارتون کې نندارې ته وړاندې شوې.
د قطر د قرآني بوټو باغ د نندارتون په څنډې کې یو علمي سمینار د «د نباتاتو باغونو رول د حیاتي ډولوالي په ساتنې کې» په عنوان سره جوړ کړ، چې په کې یو شمېر علمي غړو، څېړونکو او محصلینو ګډون کړی و.
په دغه سمینار کې د نباتاتو د ساتنې په برخه کې د څېړنیزو همکاریو اهمیت او د ټولنې د پوهاوي لوړول د چاپېریالي او دیني ارزښتونو په اړه وڅېړل شول.
د قطر د قرآني بوټو د باغ مشرې فاطمه صالح الخلیفي په دې اړه وویل؛په دغه نندارتون کې ګډون د دې باغ د هڅو په دوام کې وشو څو له سیمهییزو او نړیوالو اکاډمیکو او څېړنیزو مرکزونو سره تعامل پیاوړی شي او د نباتي میراث د ساتنې په برخه کې تجروبې تبادله شي.
د یادونې وړ ده، د قطر د قرآني بوټو باغ، چې د حمد بن خلیفه پوهنتون برخه او د قطر د زدهکړې، علومو او ټولنیز پرمختګ بنسټ پورې اړوند دی، په قطر کې لومړنی او په مینځني ختیځ کې دویم داسې نباتي باغ دی چې د نباتي سرچینو د ساتنې په برخه کې د مخکښ باغ عنوان ئې ترلاسه کړی دی.
دا باغ د نړیوالو پیښو او نندارتونونو له لارې هڅه کوي خپل راتلونکی لید او اسلامي موخې د چاپېریال او بوټو د ساتنې په برخه کې معرفي کړي او د دوي اهمیت د ځمکې پر مخ د ژوند د دوام لپاره د یوه مهم رکن په توګه روښانه کړي.
https://iqna.ir/fa/news/4279384