IQNA

د الجزایر  استاد او د قرآن د مشق او املا ۳۰ کلنه تجربه 

13:21 - May 13, 2025
د خبر لمبر: 3491108
 ایکنا - شیخ البشیر، د الجزایر د تیجانیه جومات له قرآني استادانو څخه دی، چې بریالی شوی دی خپل شاګردان د دودیز مشق او املا د طریقې له لارې د الله تعالی د کلام حفظ کولو ته وهڅوي. 

 ایکنا نیوز د  النصر له قوله راپور ارکړی، د الجزایر د  الوادي ولایت د قرآني مکتبونو استادان لا هم د قرآن کریم د حفظ کولو دودیزه طریقه تدریسوي، په تیره بیا د کوچنیو ماشومانو او ځینو مشرانو سره، چې کم لید لري او د کلمو په درک او لوستلو کې محدود  توان لري. 

شیخ البشیر عطیلی، د  الوادي ولایت د  البیاضه ښار د تیجانیه جومات د قرآني مکتب یو استاد دی، چې توانېدلی دی خپل شاګردان په دې طریقې سره، چې د ۳۰ کلونو لپاره ئې د قرآن د حافظانو نسلونو ته د تدریس لپاره کارولې، څو د قرآن کریم له حفظ سره ئې مینه‌وال کړي . هغه د تختې پر مخ د مشق او املا طریقه کاروي، که د  د درګي له نلکي  څخه جوړ شوي قلم او صمغ سره وي او که د پنسل یا قلم سره. 

دا د قرآن استاد وائي،چې د قرآن کریم د حفظ کولو کیسه ئې له کم عمرۍ پیل شوه، او  د خپل پلار په لاس یې دا کار زده کړ. د هغه پلار ارمان درلود چې هغه د قرآن حافظ شي. د ۱۹۸۰ لسیزې په وروستیو کې، هغه لیواله ؤ چې خپل زوی یوې قرآني مدرسې ته واستوي، چیرې چې د قرآن تدریس په بشپړه توګه دودیز و او یوازینئ وسیله ئې د لرګي تخته او صمغي قلم و. د حفظ کولو کار د استاد له خوا د املا په واسطه ترسره کیده. 

په دې توګه، «سیدی البشیر» (چې شاګردان ئې په دې نوم یادوي) په ځوانۍ کې د ټول قرآن کریم  حفظ بشپړ کړ. کلونه وروسته، په ځانګړې توګه په ۱۹۹۴ کال کې، هغه د البیاضه د تیجانیه جومات له حاج بن سالم جومات سره یوځای شو، چیرې چې لا هم د قرآن د استاد په توګه کار کوي اوکابو  ۲۵۰ نجونې او هلکان ئې  شاګردان دي. 

شیخ البشیر عطیلی وايي، خپل شاګردان، په تیره بیا  له  ۱۵ کلونو څخه کم عمره، دې ته اړ باسي چې  قرآني مکتب ته راتګ او په توره تخته له خپل خط سره په لیکلو ته عادت شي، که د دودیز  درګی قلم سره وي، که د صمغ رنګ سره (چې په ځاي  ژبه کې «الداویه» یا د صمغ ظرف بلل کیږي)، او که  له هر بل قلم سره چې شته وي. 

معلم الجزایری و تجربه 30 ساله مشق و املای قرآن

هغه ټینګار کوي، چې دا طریقه، سره له دې چې وخت او هڅې  ته اړتیا لري، د کلمو په ټینګولو، په یاد ساتلو او د هغوی په معنا غور کولو کې خورا مهم او ګټور دی. هغه باور لري، چې د دې طریقې اغیزمنتیا په دې کې ده چې د شاګرد تمرکز په بشپړه توګه هغه کار ته متوجه کوي چې هغه ئې کوي، ځکه د هغه لاس او ذهن په یوه موضوع بوخت وي،  په ثابت ډول ناست  وي او ډیرې پاملرنې ته اړتیا لري. 

البشیر زیاتوي، چې د قرآن د تدریس او املا طریقه له شاګرد سره مرسته کوي، چې د الله تعالی کتاب په ښه توګه حفظ کړي او همدارنګه ورته اجازه ورکوي، چې قرآنی خط زده کړي یا د قرآن د لیکلو مهارت ترلاسه کړي، چې د حروفو د شکل له مخې له عادي لیکلو څخه توپیر لري. دا هم د قرآن کریم د ډیری کلمو د تلفظ ذهني ټینګښت راوړي، په پرتله د عادي خبرو اترو د تلفظ او حتی لیکلو سره. 

هغه همدارنګه ټینګار کوي، چې د هغه ډیری شاګردان د لومړني ښوونځي ماشومان دي او د املا او حفظ کولو دودیزه طریقه، چې په لیکلو کې پر دقت ولاړه ده، دوی سره د حروفو په حفظ کولو، د خط په ښه کولو او د هغه څه په لیکلو او هجي کولو کې مرسته کړې، چې دوی به یې له قرآن څخه حفظ کړي. د دې طریقې له پایلو څخه څرګندیږي، چې دا تکنیک د دوی په تعلیمي موسسو کې پر تعلیمي پرمختګ مثبت اغیز لري، ځکه دوی ډیری یې په ښکلي او منظم خط سره توپیر لري او د تلفظ په فصاحت سربیره، په ژبه او په تیره بیا  په املا کې غوره دي. 

دا د قرآن استاد زیاته کړه، چې د قرآن کریم د ماډرن تدریس منکر نه دی، خو تل د لیکلو او املا د تکنیکونو په کارولو ټینګار کوي، ځکه دا تکنیکونه د هر شاګرد، په تیره بیا  د هغو کسانو لپاره، چې د  خداي  تعالی کتاب حفظ کړي، مهم دي؛ دا تکنیکونه شاګرد ته ډیری عام مهارتونه لکه اوریدل، لیکل، خط او حفظ کول ورزده کوي. خو هغه تشریح کوي، چې کولی شي له هغه څه څخه چې د ماډرن ټیکنالوژۍ له لارې وړاندې کیږي، ګټه پورته کړي، ځکه د هغه تر ټولو لوړ هدف د شاګردانو تدریس او د دوي له خوا د قرآن حفظ کول دي. 

د هغو شاګردانو په وینا، چې مونږ د شیخ البشیر عطیلی په قرآني مکتب کې ورسره وپېژندل، دوی په پیل کې هڅه کوله، چې د املا او د لرګي پر تختې د لیکلو له غونډو څخه ډډه وکړي، خو په پایله کې یې قناعت وکړ، چې دا طریقه، که څه هم سخته ده، خو ډیره  ګټوره ده. دوی تائید کړه، چې د قرآني مکتب فضا خورا دودیزه ده او حتی سزا هم په زوړ سبک ده، یعنې د لرګي په وهلو او د کلمو په بیا بیا  لیکلو سره تر هغې، چې دوی یې په ښه توګه حفظ کړي. خو دا د دوی د شیخ په درسونو کې د دوام او د هغه او د هغه له سټایل څخه د زده‌کړې مخه نه ده نیولې. ځینو مونږ ته وویل، چې حتی د پوهنتون ته  له تلو ، له هغه څخه فارغیدلو او کاري نړۍ ته له  واریدیدا وروسته، دوي لا هم د شیخ البشیر عطیلی په درسونو کې ګډون ته دوام ورکړی دی.

https://iqna.ir/fa/news/4281815  

captcha