ایکنانیوز د الفرقان په حواله راپور راکوي، د تیونس د قیروان ښار (یو تاریخي ښار) زوړ کتابتون د لاسي لیکل شويو مصحفونو یوه نادره ټولګه لري چې پر څرمنې او پوستکي طومارونو لیکل شوي او د اسلام د لومړیو دورو پورې اړه لري. دا ټولګه د یمن د صنعا جامع جومات د مصحفونو او طومارونو له موندنې مخکې، د لومړنیو اسلامي پړاؤنو د کتابت د هنر د مطالعې لپاره یوازینۍ اصلي سرچینه وه.
فرانسوي مستشرق جورج مارسی او فرانسوي لرغونپوه لویی پوانسو د قیروان کتابتون د خطي نسخو په اړه پراخې څیړنې ترسره کړې چې د دې خطي نسخو د مهمو هنري ځانګړتیاوو د مستند کولو او پیژندلو امکان ئې برابر کړ، خو د دوي تمرکز د دغه کتابتون د مصحفونو څخه په خپلواکه توګه پر دې نسخو مطالعه وه.
همدارنګه، د هغه وخت د خپرو شويو اسنادو او متنونو مطالعه، لکه د قیرواني مصحفونو په اړه زاړه راپورونه او د ځینو خطي نسخو څیړنه، په تیره بیا د شیخ بکر بن ابراهیم الاشبیلي لیکل شوي کتاب «التیسیر فی صناعة التسفیر» چې د چرم جوړولو د بیلابیلو مرحلو ثبت او د هغې اړوند هنري او لغوي اصطلاحاتو سره اشنایي برابروي، ترسره شوه.
په آفریقا کې د چرم او څرمنې د جوړولو صنعت د لسمې او یوولسمې میلادي پیړیو په اوږدو کې وده وکړه او د قیروان زینونه چې د سپینو زرو او ورېښمو سره سینګار شوي وو، اروپا ته صادریږي. همدارنګه، د پوستکي جوړولو صنعت رواج شو او د آفریقایانو ټول مصحفونه او دفترونه د پوستکي څخه جوړ شوي وو.
اندلسیانو له آفریقایانو څخه د کتابت د وسایلو جوړولو رودې او طریقې زده کړې او آفریقا په هغه وخت کې د کتابت د صنعت یو مهم مرکز و او خپل تولیدات ئې ختیځ او اندلس ته صادراوه.
وروسته، په آفریقا کې د مصحف کتابت صنعت وده وکړه او کاتبانو دې مسلک ته مخه کړه. احمد بن علي وراق، یو له مشهورو کاتبانو څخه و، چې په یوازې سر یې د یوه آفریقایي شهزاده لپاره یو مصحف لیکلی، اعرابگذاری، تذهیب او جلد ئې کړی او په وقفنامه کې ئې لیکلي: «دا مصحف د علي بن احمد وراق لخوا په ۴۱۰ هـ/ ۱۰۲۰م کال کې لیکل شوی، اعرابگذاری، تذهیب او جلد شوی دی.»
د قیروان زاړه طومارونه
د قیروان طومارونو ټولګه د تېرې پیړۍ په لومړیو کې د قیروان جامع جومات په یوه کوچنۍ خونه کې وموندل شوه او بیا په باردو میوزیم کې ساتل کیدله، تر دې چې د دغه میوزیم لویه برخه په ۱۹۸۵ کال کې د تمدن او اسلامي هنر د مطالعاتو په مرکز بدله شوه. اوسمهال د دغې ټولګې ځینې نمونې په ملي باردو میوزیم، رقاده میوزیم او موناستیر میوزیم کې ساتل کیږي.
https://iqna.ir/fa/news/4266744