ایکنانیوز د شاهد الان له قوله راپور راکوي، د سعودي عربستان د اسلامي چارو، تبليغ او ارشاد وزير او د ملک فهد د قرآن د چاپ مجمعې مشر، شيخ عبداللطيف بن عبدالعزيز آل شيخ، د مدينې په مرکز کې په دغې مجمعې کې شتون درلود او د قرآن کريم د دوو نوو ژباړو د چاپ پروژه ئې پرانيستله.
د دې دوو ژباړو په زياتولو سره، د ملک فهد د قرآن چاپ مجمعې له تاسيس راهيسې د قرآن کريم د ژباړو شمېر ۷۹ ته رسېږي، چې دا ژباړې د نړۍ په بېلابېلو ژبو ترسره شوې دي.
له دغو ۷۹ ژباړو څخه ۳۵ ئې په تېرو اوو کلونو کې د سعودي عربستان د اسلامي چارو د وزير په څارنې سره ترسره شوې دي، چې د نړۍ د ملتونو ترمینځ په بېلابېلو ژبو خپرولو لپاره د دغې ټولګې هڅې د قرآن کريم د خدمت او د هغه معاني څرګندوي.
د اسلامي چارو وزير د مراسمو پر مهال وويل: د قرآن ژباړې د سعودي عربستان د حکومت له لورې د قرآن کريم او د مسلمانانو د خدمت لپاره ځانګړې پاملرنه ښئي،څو دوی وکولای شي قرآن په بېلابېلو ژبو ولولي او پوهه شي.
عبداللطيف بن عبدالعزيز آل شيخ د ملک فهد د قرآن چاپ مجمع کې دوه پرمختيايي پروژې هم پرانيستې. هغه وويل چې لومړۍ پروژه د دغې مجمعې د يوه پرمختللې ډيجيټلي پلټ فارم پيلول دي، چې د ټولو کاروونکو لپاره تعاملي اسانتياوې او پراخ خدمتونه برابروي. دويمه پروژه د چاپ، مونتاژ او ډيجيټلي لیکنې د وسايلو تازه کول او پراختيا ده، چې په دې کې نوې ټکنالوژۍ کارول شوې، څو د توليد چټکتیا،اغیزشیندنې او کيفيت زيات شي.
د ملک فهد د قرآن چاپ او نشر مجمع د نړۍ تر ټولو ستر مرکز دی چې د قرآن کريم چاپ او ویش دندرې ترسره کوي او د ۱۹۸۴ کال د اکتوبر په ۳۰ په مدينې منورې کې پرانيستل شوې ده.
دا مجموعه د سعودي عربستان په اوسمهاله کلتوري او ديني مرکزونو کې يو له مهمو مرکزونو څخه دی، چې د قرآن کريم د صحيح نسخو په چاپ او وېش کې، په ځانګړي ډول په اسلامي هېوادونو کې، مهم رول لوبوي.
د دغه مرکز اصلي ماموريت د متواترو روايتونو پر بنسټ د قرآن کريم چاپ او وېش دی، چې د اسلامي عالمانو او د قرآني علومو د پوهانو لخوا تاييد شوي دي. وروسته له دې چې خطاط لومړنۍ نسخه چمتو کړي، متن په بشپړه توګه، کلمه په کلمه او حرف په حرف، په دقت سره کتل کېږي او له تاييد شوې نمونې سره پرتله کېږي. دا کتنه د «د قرآن د نسخو د تطبيق او کتنې علمي کمېټې» لخوا ترسره کېږي، چې په دې لړ کې د نړۍ د نامتو قاريانو له ثبت شويو تلاوتونو څخه هم ګټه اخيستل کېږي.
د چاپ د څارنې سيستم په څو مرحلو وېشل شوی، چې د لومړني کنټرول او څارنې ترڅنګ، د چاپ پر مهال کنټرول او د وروستيو نمونو کتنه هم پکې شامله ده.
د څارنې د مرکز ترڅنګ، د قرآن کريم د ژباړې مرکز هم د وحي د کلام په بېلابېلو ژبو د ژباړې دنده لري. دا اقدام د هغو مسلمانانو لپاره د قرآن د پوهېدو اسانتيا لپاره دی چې په عربي ژبه نه پوهېږي، دا هڅه د رسول الله (ص) د هغې سپارښتنې پر بنسټ ده چې ټولو بندگانو ته د الهي پيغام رسول دي.
https://iqna.ir/fa/news/4305913