
اسلامی ورورولی په اسلام کې د ټولنې د محرومو او اړمنو د ژوند د تامینیدا او د ټولنیز تعاون او لاسنیونی یو اساس شمیرل کیږي چې په قرآن او حدیثو کې هم ورته اشاره شوې ده .
قرآن کریم فرمائي؛ إِنَّمَا الْمُؤْمِنُونَ إِخْوَةٌ؛ در حقيقت مؤمنان با هم برادرند» (حجرات: ۱۰). اسلام مسلمانان د یوه بل وروڼه بللي دي څو د ګټو تضاد اوتوپير د همدلئ او ګټو په اشتراک بدلې کړي؛ نو څکه لکه څنګه چې دوي سره وروڼه دي ، نو باید له یوه بل سره مرسته وکړي.
پر دې اساس، که په يوې ټولنې کې کوم فقیر موجود وي ،نو مسلمان باید اجازت ورنکړي چې هغه وږی او بې کوره پاتې شي؛ په داسې حال کې چې هم د خپل ځان او دهاغه د اړتیاؤ د تامینیدا لپاره لازم امکانات لري. رسول الله بزرګوار(ص) په یوه روایت کې فرمائي؛؛د مومنانو به شان په پیوند او دسوتۍ او محبت او رحمت کې د ویه بل په شان(د یوه بل برخلیک ته په اهمیّت ورکولو کې ) سره یو شان ژوندی دي چې که یو شی ورته کړاؤ رسوي ، نو د بدن نور غړي هم ورسره دردیږي.
اساسا انسانان په ژوند کې د خپلې نیکمرغۍ د تامینیدا او کمال ته د رسیدا لپاره داسې ځيني ادړتیاوې لری چې په ځان له سره ئې نشي پوره کولی، له دې امله باید ټولنه جوړه کړي او له یوه بل سره مرسته وکړی، پر دې اساس د مدني ټولنې اساس مرسته ،لاسنیوی او ملګرتیا او د ګټو مبادله ده . حتی وئيل شوی دي چې د ټولنې جوړول او د انسانانو لپاره مرسته اولاسنیوی فطري اړخونه لري . د ټولنې د وګړو توپیرونه د بدني ،اقتصادي، اجتماعي ،کلتوري توانمنیو له نظره له دوي پرته هم اقتضا کوي چې د ژوند په مختلفو اړخونو کې پر یوه بل باؤر و له یوه بل سره مرسته وکړي.
د حضرت امام جعفر صادق علیه السلام خادم وائي؛ امام بزرګوار رته وفرمائيل؛ په مدینې شیان ګران شوی دي. مونږ سره څومره خوراکي مواد موجود دي. ومو وئيل؛ دومره دی چې ترڅو میاشتو پورې کافی دي، وې فرمائيل؛ هغه راوباسه او خرڅ ئې کړه ، له دې وروسته چې مو خرڅ کړل و نو بیا ئې وفرمائيل؛له خلکو سره یوځاي هره ورځ ( د مونږ لپاره خواړه واخله... او د ما د کورنۍ خواړه نیمه غنم او نیم هم وربشې کړه.
بې شکه خداوند متعال پوهیږي؛ زه د هغو لپاره دغنمو د برابرولو توانمني لرم ، خو زه غواړم ، خداوند ما داسې وویني چې ژوند په سمه اندازې سره تیروم.