
ایکنا نیوز د اربعین د مرکزي کمیشن د فرهنګي او ښوونیزې کمېټې له قوله راپور راکړی، د حسینی اربعین د فرهنګي فعالانو د پنځم نړیوال کانګرس وروستي پروګرامونه او اقدامات د دې کمېټې د اجرائي ستاد د غړو په شتون کې په قم ښار کې وڅېړل شول.
د اربعین حسيني د فرهنګي فعالانو د نړیوال کانګرې د اجرایي ستاد کمیټې ، حجتالاسلام احمد سیاحي، د دې کمیټې د غړو په غونډې کې عراق ته د خپل وروستي سفر راپور وړاندې کړ او د عراقي لوري له استازو سره د ترسره شويو ناستو پایلې او پرېکړې ئې بیان کړې. هغه وویل:له عراق، بحرین، عربستان، فلسطین، لبنان، سوریه، ترکیه، پاکستان، افغانستان او یو شمېر افریقايي هېوادونو څخه مېلمانه دغه کانګرس ته بلل شوي دي."
هغه زیاته کړه: ټاکل شوې چې مېلمانه د بېلابېلو تخصصونو له مخې د خپلو هېوادونو په استازیتوب په دې نړیواله غونډه کې ګډون وکړي، څو د حسینی اربعین د فرهنګي فعالانو له لا ډېرو ظرفیتونو څخه ګټه واخیستل شي.
سیاحي څرګنده کړه: کابو ۳۰۰ کسان چې د حسینی اربعین په فرهنګي، تبلیغي، څېړنیزو، رسنیزو او مجازي برخو کې فعال دي، د ۱۲ هېوادونو په استازیتوب د حسینی اربعین د فرهنګي فعالانو په پنځم نړیوال کانګرس کې په مشهد کې ګډون کوي. سربېره پر بهرنیو مېلمنو، د هېواد له بېلابېلو ولایتونو څخه هم ۲۰۰ اربعیني فعالان په دې کانګرس کې برخه اخلي، څو د راتلونکي کال د نړیوال اربعین کانګرس لپاره وروستۍ فرهنګي همغږي او پلانونه ترسره شي."
په غونډې کې د بېلابېلو برخو مسئولانو د خپلو ساحو د اقداماتو راپورونه وړاندې کړل او د کانګرس د لا اغېزمن ترسره کېدو او د کمیشنونو د جوړښت د ښهوالي لپاره وړاندیزونه مطرح شول.
یادونه کېږي چې د حسینی اربعین د فرهنګي فعالانو پنځم نړیوال کانګرس د لیندئ یا قوس دمیاشتې له ۲۵مې تر ۲۸مې پورې په مشهد مقدس کې ترسره کېږي.
https://iqna.ir/fa/news/4320041د