
ايکنا د «جامعه و فرهنگ ملل» وېبپاڼې له قوله نقل کړی، د يلدا شپه يا د چلې شپه له لرغونو دودونو څخه ده چې هر کال په يو شمېر هېوادونو، په ځانګړي ډول ايران او افغانستان کې نمانځل کېږي. په افغانستان کې دا شپه تر ډېره د «شبچله» په نوم پېژندل کېږي.
په افغانستان کې د شبچله بل نوم «د بېرته راستنېدو ورځ» دی، چې د ورځې يا د لمر بېرته ستنېدو معنا لري. ځکه له دې شپې وروسته ورځې اوږدېږي او شپې لنډېږي، له همدې امله دا نوم پرې کېښودل شوی دی.
د دې شپې د نمانځنې تاريخ شاوخوا ۵۰۲ کاله د ميلاد څخه وړاندې ته رسېږي، او ځينې يې ان تر اووه زره کاله پخوا پورې اړوند بولي. د يلدا د شپې دود له پخوا څخه تر نن ورځې پورې په ايران او افغانستان کې دود دی. له همدې امله، د ۱۴۰۱ لمريز کال د ليندۍ په ۹مه، د يلدا شپه د افغانستان او ايران په نوم د يونسکو په نړيوال نوملړ کې هم ثبت شوې ده.
سره له دې چې د يلدا شپه په نورو هېوادونو لکه پاکستان، تاجکستان، روسيه، جاپان، کوريا، افريقا او نورو کې هم په بېلابېلو بڼو نمانځل کېږي، خو افغانستان او ايران دا شپه په ډېر شانداره ډول لمانځي.
په بېلابېلو ولايتونو کې د شبچله دودونه
د افغانستان د بېلابېلو ولايتونو خلکو ترمینځ د شبچله دود رواج لري.
شاعر، ليکوال او د باميان ولايت فرهنګي فعال، عبدالعلي شفق، فرهنګ خبري اژانس ته وايي:
«د شبچله په شپه د کلي خلک د قوم د يو مشر په کور کې ټولېږي او شاهنامهخواني کوي.» شاعر او فرهنګي فعال،
شريفالله مبارز، چې د تخار ولايت اوسیدونکی دی، د شبچله د نمانځنې په اړه وايي:

«د يلدا شپه هر کال د فرهنګيانو له خوا په ځانګړي ډول لمانځل کېږي. په دې شپه شاعران د يلدا ځانګړي شعرونه لولي او د حافظ ديوان، مثنوي، د بيدل ديوان، د سعدي گلستان او د پارسي تمدن د نورو شاعرانو آثار لوستل کېږي. همدارنګه، په دې شپه خلک د حافظ فال هم اخلي.»

د پنجشېر ولايت لیکوال فردين فرهمند، د يلدا شپې د دودونو په اړه وايي:
«په پنجشېر کې د شاهنامهخوانۍ، مثنويخوانۍ، بيدلخوانۍ او ورته نورو فرهنګي دودونو رواج شته، او لکه د نورو مناسبتونو په څېر، زياتره مشران او منځني عمر لرونکي کسان سره ټولېږي او شپه په ګډه تېروي.»
د غزني ولايت ځوانه شاعره، معصومه مهشيد،د شبچله د نمانځنې په اړه وايي:
«په پخوا زمانو کې زمونږ نياګانو او نيکونو بېل دود درلود. هغوی به ټوله شپه د څراغ تر رڼا لاندې ناست وو او عبادت به ئې کاوه؛ خو اوس خلک شمعې او انار سينګاروي، د کورنۍ غړي د کرسئ تر شاوخوا ټولېږي، يو بل ته زاړې کيسې بيانوي، ساز غږوي او سندرې وايي.»
https://iqna.ir/fa/news/4324117