
د اسلامي انقلاب د سپاه پاسداران ویاند سردار علي محمد نائیني وویل: د امریکې دروغجن ولسمشر د جنګ له دباو نه د تیښتې او په سیمه کښې د امریکايي پوځیانو د استیصال د ختمولو لپاره په دروغه د ایران د وسله والو ځواکونو د قدرت د ختمیدو مدعي شوی دی.
هغه زیاته کړه: جنایتکاره ټرمپ په جنګ کښې له شرموونکو ماتو وروسته په مکر او چلول سره په جنګ کښې د لاسته راوړنو ، د عامه افکارو د غولولو او له نفسیاتي دباو نه د تیښتې په تکل کښې دی. له ټرمپ څخه مو له دروغو پرته هیڅ نه دي لیدلي.
سردار نائیني زیاته کړه: ټرمپ په سیمه کښې د خپلو عسکرو لپاره د عادي او آیډیل وضعت مدعي دی حال دا چې امریکايي عسکر له خپلو اډو نه په تښتیدو سره په ښارونو کښې لالهانده دي او د سیمې په ځینو هوټلونو کښې یې پناه اخیستې ده. اسرائیلي پوځیان هم د ځان لپاره د انساني سپر په جوړولو سره په خلکو او ښاري تاسیساتو کښې پټ شوي دي.
هغه همداشان وویل: ټرمپ په دروغه مدعي شوی چې د ایران د توغندویو حملې کمې شوي او په ختمیدو دي حال دا چې ایراني توغندي اوس د جنګ له اولو ورځو نه په لا پیاوړتیا سره او په لازیاته اندازه او په یوټنیزو جنګي خولیو سره د امریکې په اډو او په صهیونیسټي رژیم وریږي.
پارس تودی