IQNA

ایران تیار دی تر وروستیو پورې خپلې دفاع ته دوام ورکړي

15:45 - March 16, 2026
د خبر لمبر: 3492569
ایکنا – د ایران د اسلامی جمهوریت خارجه وزیر عباس عراقچي  په دې خبرې په ټينګار سره  دې ځل جنګ باید هغه مهال پاي ته ورسیږي، چې د مونږ دښمنان بیا هیڅکله هم  د تیریو او حملو د تکراریدا په فکر کې نشي،ووئيل؛زه فکر کوم  همدا اوس ئې هم ښه درس اخستی  او پوهه شوي دي چې  له  یوه داسې ملت سره ښکیل شوي چې له ځانه په دفاع کې هیڅ شک او ځنډ نه کوي او تیار دي جنګ تر یوې نتیجې پورې ورسوي.

ایکنانیوز راپور راکړ، د ایران د اسلامی جمهوریت خارجه وزیر عباس عراقچي  نن د خارجه  وزارت د ویندوی له خبری کنفرانس وروسته  د خبریالاانو په ټول کې ووئيل، شپې ورځې سختې دي البته  په ویاړ او شجاعت سره مو تیرې کړي دي .تیر یو کال دایران د اسلامی جمهوریت په تاریخ کې یو بې مخینې کال ؤ ،مونږ  په دغه کال کې جنګ ولید او اوس د یوه بل جنګ تجروبه هم کوو. هغه په دې خبرې په ټينګار سره چې  په روان جنګ کې مو د مسئولانو،قوماندانانو  او ماشومانو پشمول ډيرې شهیدان  ورکړل،زیاته کړه،ددغوټولو شهیدانو په سر کې د اسلامی  انقلاب ستر لارښود دی  چې دغه لوي مقام  ته د رسیدا وړ ؤ او  د هغه د یوه مجاهدته په ډک عمر  کارنامې کې یو  دا میډال کم ؤ چې  ورزیات شو.

د ایران د اسلامی جمهوریت خارجه وزیر ددې خبرې په کولو سره چې  له یوه  پلوه کال سخت ؤ، البته په عین حال کې  په شجاعت ، ویاړ او عزت سره ؤ، مونږ  د کال په پيل کې یو جنګ درلود  چې د مونږ دښمنانو  له قید او شرط پرته په تسلیمیدا  سره پیل کړ او له دولس ورځني  جنګ وروسته ئې  د  بې قید اوشرط پرته د اور بند غوښته مطرح کړه. دې ځل هم  همدا سناریو  او په ډير شدت سره  پلي کول غواړي،  او  خپلې درستې قواؤې ئې سنبال کړي دی څو  د دوی په خیال ایران له بې قید او شرطه تسلیم شي.

عراقچي زیاته کړه ،  په لومړئ ورځ ئې ډير پراخ ګوزارونه او سختې حملې وکړې  او وروسته ئې بیا هماغه د بې قید اوشرطه تسلیمیدا خبرې ته مخه کړه او اوس  له  پنځلس ورځني جنګ وروسته د هرمز تنګي د امنیت لپاره  هغو کسانو  لمن ته لاسونه اچوي، چې  تر پرون پورې ئې دښمنان حسابیدل  او له نورو هیوادونو غواړي چې ورسره مرسته وکړي.

هغه روښانه کړه ، هرمز تنګی  دمونږ له نظره پرانیستی دی  البته د دښمنانو په وړاندې او د هغو کسانو په وړاندې  چې  د مونږ پر هیواد ئې ناځوانمردانه  حملې کړي دي، سره د هغوي د متحدانو بند دی.

د ایران خارجه وزیر  د هغو خبریالانو په قدرونې سره چې د کال په ټولو پيښو او وروستیو  شپو ورځو کې حاضر  وو، زیاته  کړه، ډيپلوماسي او میدان  یوه دریم اړخ هم لري او هغه رسانئ ده او  دا  یوځل بیا په وروستي جنګ کې ثابته شوه . په یووخت  چې  په میدان کې جنګ دی اود مونږ وسلوال ځواکو نه په شجاعت او میړانې سره جنګیږي او له دې سره په یووخت چې  دډيپلوماسۍ په میدان کې  خپل جنګ لرو،  له دې سره بیا په یووخت د روایتونو جنګ هم روان دی  او د روایتونو ددغه جنګ سربازان تاسو خبریالان او رسندوئي فعالان یاستئ څو  له یوه پلوه هغه غلط روایت چې دښمن ئې  غواړي ، د ایران او په نړیوالې ټولنې ئې وتپي ، مخه ونیسئ ، تاسو باید سم روایتونه منتقل کړئ چې همدا ستاسو اصلي رسالت دی.

عباس عراقچي په پآي کې ووئيل، خوشال یم چې  له ټولو خبریالانو او د ویندوئي برخې او ویندوئي محترم  ترمینځ  چې په دغه پنځلس ورځني جنګ کې ئې هیڅ ډول سستي نه ده کړې  ډير ښه ارتباط موجود دی  او د ایران پر حقه دریځ ئې ټولو ته رسولی دی . ډاډمن یم چې مونږ  به بیا په راتلونکي یوې ورخې کې بیا سره وینو  او ان شاالله د بریالیتوب جشن  به لمانځو.

https://iqna.ir/fa/news/4341193

captcha