د ایکنا د راپور له مخې، چې د اخبار الشیعه له قوله ئې خپور کړی راغلی دي، د لیډز پوهنتون د استعمار وروسته پاتې فکر او ټولنیزې نظرئې استاد پروفیسور سلمان سید له اسلامه د ویرونې د پروسې د مخ پر زیاتېدونکي ښکارندې د خطرونو په اړه خبرداری ورکړی دی.
هغه ټینګار کړی چې دا ښکارنده نور یوازې د شخصي کرکې یا تعصب څرګندونه نه ده، بلکې په یوې سیاسي او بنسټیزې پروژې بدله شوې چې توکمپال اړخونه لري. د هغه په وینا، که له دې سره په ټولیز او منظم ډول مبارزه ونه شي، د نسلوژنې لامل ګرځیدلی شي.
سید سلمان وویل: اسلامهراسي یا له اسلامه ویرونه د دې لپاره کارول کېږي چې د مسلمانانو توان محدود کړي، څو خپل دیني هویت څرګند نه کړي او په ټولنیز ژوند کې په بشپړه توګه ګډون ونه لري.
هغه زیاته کړه: دا ښکارنده یا پدیده له ورځني توپير او شخصي بریدونو څخه رانیولې تر بنسټیزو او دولتي سیاستونو پورې پراخه ده، او که دا یوازې جلا جلا پېښو ته محدوده شي، نو د هغې پراخ سیاسي او ائیډیالوژیک حقیقت پټ پاتې کېږي.
هغه څرګنده کړه: اسلامهراسي تل له شخصي کرکې سره تړاو نه لري، بلکې کېدای شي د هغو بنسټیزو کړنلارو او ادارې میکانیزمونو له لارې هم ښکاره شي چې د سیاستونو یا عملي تګلارو په نتیجې کې رامنځته کېږي.
دغه بریتاني استاد د بوسنیا، چیچنیا، ختیځ ترکستان، کشمیر او اراکان پشمول د مسلمانانو تجروبو ته په اشارې سره ، وویل چې اوسمهاله تاریخ د دې منطق د ویجاړونکو پایلو بېلګې وړاندې کوي.
هغه د فلسطین موضوع د استعمار او توپير پر وړاندې د مقاومت د نړیوال سمبول په توګه یاده کړه او وې ویل: هغه وینا او تبلیغات چې فلسطینیان غیر انساني بریښوي، له اوسمهاله اسلامهراسئ له څرګندو بڼو څخه دي.
سلمان سید ټینګار وکړ چې له اسلامهراسۍ سره مبارزه یوازې د دینونو ترمنځ خبرو اترو یا د اسلام د معرفي کولو تر کچې محدوده نه شي پاتې کېدلی، بلکې باید دا د توکمپالنې د یوې بڼې په توګه وپېژندل شي چې له قومي ملتپالنې سره تړاو لري.
هغه د دې حالت د مخنیوي لپاره د منظمې سیاسي او ټولنیزې مبارزې غوښتنه وکړه او د مدني چینلونو د جوړېدو غوښتونکی شو، څو د حقونو او آزادیو دفاع وکړای شي.
هغه زیاته کړه چې له اسلامه د ویرونې یا اسلام هراسۍ پر وړاندې مبارزه د عدالت او بشري حقونو له ارزښتونو سره هم تړاو لري، او ګډ اقدام او د ټولنې تنظیم تر ټولو اغېزمنه لاره ده، څو د مسلمانانو پر وړاندې له توپير او کرکې سره مبارزه وشي او ټولنې وکولای شي د نفرت خپرونې پر وړاندې د ډول ډولوالي او ګډ ژوند ساتنه وکړي.
https://iqna.ir/fa/news/4363682/