کد خبر: 1223930
تاریخ انتشار : ۱۶ ارديبهشت ۱۳۹۲ - ۱۷:۴۷
ايت الله خامنه ای

د ولسمشرۍ په انتخاباتو كې د خلكو پراخ ګډون د هيواد د پرمختګ او دوام ضمانت دی

د اسلامی انقلاب ستر لارښود د ولسمشرۍ د ۱۱ پړاؤ په راتلونكو ټاكنوكښې د خلكو ولوله ناك ګډون د هيواد د پرمختګ او دوام ضمانت او مصؤنيت بخښونكی وباله.


سياسی او ټؤلنيزه ډله: د اسلامی انقلاب ستر لارښود د ولسمشرۍ د ۱۱ پړاؤ په راتلونكو ټاكنوكښې د خلكو ولوله ناك ګډون د هيواد د پرمختګ او دوام ضمانت او مصؤنيت بخښونكی وباله.


د ايران د قران نړيوال خبری اژانس ايكنا د يو راپور پر اساس، د اسلامی انقلاب ستر لارښود حضرت آيت الله العظمی سيد علی خامنه ای ،نن سهار د ولسمشرۍ او د ښار او كليو د شوراګانو د ټاكنو له چاروالو سره په كتنه كښې په درستو پړاؤنو كښې د قانون د ځير رعايتولو ته د څارندويه او اجرا كوونكو ارګانو اوكانديدانو په پايبندۍ په ټينګار سره زياته كړه، په هغو درستو انتخاباتوكښې د خلكو ګډون ،چې په وروستيو ۳۴ كلونو كښې په هيواد كښې ترسره شوی دی،هر ځل له هيواده د بلاګانو يوه ټولګه ختمه كړی او د هيواد، ملت او انقلاب په كالبد كښې نوی ځواك او روح روان كړی دی .


د مشرتابه ستر مقام،ټاكنې يو ستر او ارزښتمن ملی او اسلامی آمانت وباله او ویې فرمايل، ساتندويه شورا يا شورا نګهبان قانون اساسی ،د ټاكنو د آمتنې او سالمې فضا د ساتنې ، د ارګانونو او څارندويه او اجرايی ټولګې د دغه ستر آمانت ،ساتونكې دی او مهم ارزښتمن او تلپاتې كارونه په غاړه لری .


هغوئ د ايران د ولسمشرۍ د ۱۱ پړاؤ ټاكنې چې د غبرګولی په ۲۴ ترسره كیږی،د تير وخت په پرتله له ځينو اړخونو لا مهمې وبللی او زياته یې كړه، ،په يوه ورځ د ولسمشرۍ او شوراګانو ټاكنې ،د راتلونكو انتخاباتو يو خورا مهم عامل دی .


د اسلامی انقلاب ستر لارښود ،په ډګر كښې د خلكو شتون د اسلامی جمهوريت د مقاومت لامل وباله او زياته یې كړه ،اسلامی جمهوريت يعنې،د سترو او عملی ایډيالونو او هيلو په لور د خلكو عمومی خوځښت او د ملت متحد ګډون . او دښمن د همدې مسئلې په درك كولو سره لټه كوی د خلكو ګډون پيكه او كم رنګه كړی .


حضرت آيت الله خامنه ای جوته كړه،د اسلامی جمهوريت قدرت، په زړونو،مهربانيو،عقل،تفكر، بصيرت او د خلكو په شتون تكيه لری او كه چيرې دغه قدرتمنه ملاتړې نه وای نو د نړۍ خبيثو سلطه ګرو به اسلامی جمهوری نظام يوه شيبه هم ژوندی نه ؤ پریښی .


د اسلامی انقلاب ستر لارښود ،همدغه راز د اسلام د ګران پيغمبر حضرت محمد(ص) قدرمن صحابی حجر بن عدی د قبر د ورانولو غمجنونكې او ترخې پیښې او د دغه ستر شخصيت مړې ته سپكاوې ته په اشارې سره ټينګار وكړ،هغه څه چې د دغه پیښې تريخوالی دوه چنده كوی، په اسلامی امت كښې پليتو، متحجرو او وروسته پاتې افكارو درلودونكې ځينې هغه كسان دی، چې د اسلام په سركښينيو وختونوكښې د نورانی څيرو وتليو كسانو او لويانو درناوی شرك او كفر بولی .


د رهبرۍ ستر مقام،د دغه خرافاتی تفكراتو درلودونكې د اسلام او مسلمانانو لپاره يو مصيبت وبلاله او زياته یې كړه ،دا هغه كسان دی چې د هغوئ پخوانيو نيكونو په بقيع هديره كښې د ائمه اطهارو قبرونه وران كړل او كه چيرې یې پرضد د مسلمانانو عمومی پاڅون نه وای،نو د اسلام د ګران پيغمبر سپیڅلی مزار یې هم له مينځه ووړ.


حضرت آيت الله خامنه ای ،همدغه راز دغې پیښې ته د شيعه يانو د سترې ټولنې سم غبرګون ته اشاره وكړه او ویې فرمايل،شيعه يان د هغه دښمن لوبې ته داخل نه شول ،چې د شيعه او سنې تر مينځ د فتنې د اور په پياوړتيا پسې دی او خپله فكرې وده یې وښودله .


هغوی د دغه پیښې په اړه د اهل سنت وروڼو غبرګون هم د هغوئ د لوړې ليدتوګې نښه وبلله او ټينګار یې وكړ، په دغې ترخې پیښې د مسلمانو غبرګونونه او غندنې بايد دوام ومومی ،ځكه كه د چيرې د اسلامی امت علمی لويان ،روڼ آندې او سياستوالان ،خپله دنده ترسره نكړی، نو فتنې به لا زياتې شی.


1223710


captcha