سياسی ډله: د اسلامی انقلاب ستر لارښود حضرت آيت الله العظمی سيد علی خامنه ای،د رجب د مباركی مياشتې په درشل كښې ،په ولسی ارګانونو ،رسنيو،قرآنې فعاليتونو،اجرايی دستګاؤ،كورنۍ دمسئلو ،حوزی، او پوهنتون په برخو كښې له سلګونو فعالوميرمنو سره په كتنه كښې وفرمايل، د كورنۍ د بنسټ پياوړتيا، په كورنۍ كښې د ميرمنې تكريم او درناوی ،د ټولنې دوه مهمې او بیړنۍ اړتياوې دی .
د ايران د قران نړيوال خبری اژانس ايكنا د يو راپور پر اساس، د اسلامی انقلاب ستر لارښود زياته كړه،د اسلامی انقلاب په جبهه كښې فعالې او كارنده ميرمنې بايد د ايران له اسلامی انقلاب په دفاع كښې خپل شتون ښكار او زيات كړی.
د رهبرۍ ستر مقام هغه وروستې پاتې والو ته په اشارې سره چې نړيوال ډګر ته د ميرمنو په باب د اسلام د فكری اصولو د انتقال په باب شته ،وفرمايل،د ميرمنې د مقولې په باب د اسلامی جمهوريت د نظام او د حضرت امام خمينی (رح) د نوم په بركت ،ښه كارونه وشول ،خو زيات كار ،يرغليزې او د نورو له تيريو خوندی جبهې جوړيدو ته اړتيا ده .
ښاغلی حضرت آيت الله خامنه ای په دې په ټينګار سره چې،د ښځو په اړه د ویښتيا د غورځنګ په زمينه كښې بايد په هیڅ ډول ځنډ ونه شی ،د ميرمنو په اړه د لويدیځ خبره سياسی او پلان شوی وبللی او زياته یې كړه،كه څه هم دغه خبرې اترې اوس ظاهرا د اوج ټكې ته رسيدلی ،خو د ښځې په اړه د لويدیځ سياست د ځوړتيا،انحطاط او سرټیټۍ په لور دی .
د اسلامی انقلاب ستر لارښود وفرمايل، په كار كسب او اجرايی دندو او څوكيو د ښځو كار كول كومه ستونزه نلری،خو هغه برخه چې ستونزمنه ده او په حقيقت كښې هماغه د لويدیځ خبره ده ،په لوړ اجرايی څوكيو د ښځو د شمير په زياتيدو وياړ دی .
د رهبرۍ ستر مقام وفرمايل دا چې مونږ په لوړو څوكيو او دندو كښې د ښځو په شتون وياړو،غلط نظر او په حقيقت كښې د لويدیځ د خبرې په وړاندې انفعال دی او هغه څه چې بايد مونږ پرې وياړ وكړو د روڼ اندو،كلتوری ،سياسی فعالو او مجاهدو ميرمنو لوړ شمير دی .
حضرت آيت الله العظمی سيد علی خامنه ای،له انسانی پلوه ښځې او نر ته د اسلام مساوی نظر ته اشاره وكړه او ویې فرمايل،د اسلام له نظره هر يو كه نر دی او كه ښځه،،د خلقت له پلوه خپلې ځانګړنې لری،خو د انسان او ټولنيزو حقوقو او معنوی ارزښتونو،او د معنوی تكامل له پلوه له يوه بل سره هیڅ توپير نلری .
د رهبرۍ ستر مقام،د ميرمنې كرامت،عزت،فطری ظرافت او كارندوالی په اسلام كښې د ښځې ځانګړنې وبللی او د اسلامی انقلاب په بريالی توب او له هغې وروسته پړاؤنوكښې د ميرمنو جدی او فعال شتون ته اشاره وكړه او زياته یې كړه،د اسلامی انقلاب په دفاعی جبهه كښې د فعالو، كارندو،عالمو،ليكوالو او متفكرو ښځو شتون بايد،لا جدی ،روښانه او پراخ وی .
1226249