د ښار او كليور د شوراګانو په څلورم پړاو انتخاباتو او دغه راز د ولسمشرۍ د يولسم پړاو په انتخاباتو كښې د ايران دملت له تاريخی او پرتمينه حماسې وروسته د ايران د اسلامی انقلاب ستر لارښود حضرت ايت الله العظمی سيد علی خامنه ای د ايران خلكو ته د قدرونی او مننې پيغام وركړ .
سياسی ډله: د ښار او كليور د شوراګانو په څلورم پړاو انتخاباتو او دغه راز د ولسمشرۍ د يولسم پړاو په انتخاباتو كښې د ايران دملت له تاريخی او پرتمينه حماسې وروسته د ايران د اسلامی انقلاب ستر لارښود حضرت ايت الله العظمی سيد علی خامنه ای د ايران خلكو ته د قدرونی او مننې پيغام وركړ .
د ايران د قران نړيوال خبری اژانس ايكنا د يو راپور پر اساس،حضرت ايت الله خامنه ای په دغه پيغام كښې دانتخابانو په حماسی ډګر كښې دايرانيانو خيرانونكی ګډون ته په اشارې سره دغه ستر ګډون دايران دملت دزياتيدونكی سياسی ودې نښه وبلله او ټينګار یې وكړ دانتخاباتو حقيقی بريالی دايران ستر ملت دی چې دخدای پاك په مهربانۍ سره وتوانيد يو ښه ګام پورته كړی او خپل له ايمان او اميدڅخه ډك زړه او خپله اراده او تانده څيره او نفوذ نه منونكی ملغره نندارې ته وړاندې كړی .
دايران داسلامی انقلاب ستر لارښود په دغه پيغام كښې وويل په تيرې جمعې ورځ دانتخاباتو حماسی او پرتمين ډګر يو بل حيرانونكی امتحان وو چې دوستانو او دښمانانو ته یې داسلامی ايران له اميد څخه ډكه او هوډمنه څيره وړاندې كړه .
دايران داسلامی انقلاب ستر لارښود جوته كړه دايران دستر ملت دګډون حماسې له اسلامی نظام سره دايران او ايرانی پياوړی پيوند ټول بد غواړو ته په ډاګه كړ چې په سلګونو سياسی ،اميتی او اقتصادی چلولونو سره د دغه اعتماد يا سپیڅلی پيوند دشلولو او يا سستولو كوشش كوی.
1243131