کد خبر: 1248780
تاریخ انتشار : ۰۶ تير ۱۳۹۲ - ۰۷:۵۳

د اسلامی ايران خارجه وزارت په مصر كې د څلورو ښاريزو وژله وغندله

د خارجه وزارت د عمومی دپلماسۍ او رسنيو د ادارې د راپور له مخې خارجه وزارت بیګا په يوې خپرې كړې بيانیې كې د څلورو مصری ښاريزو د وژلې د عاملانو په غندلو سره د مصر له ولسه وغوښتل چې له هر ډول افراطی اقدامه چې په دغه هيواد كې د اسلامی ډلو تر مينځ د تفرقې سبب شی ډډه وكړی.


سياسی ډله: د خارجه وزارت د عمومی دپلماسۍ او رسنيو د ادارې د راپور له مخې خارجه وزارت بیګا په يوې خپرې كړې بيانیې كې د څلورو مصری ښاريزو د وژلې د عاملانو په غندلو سره د مصر له ولسه وغوښتل چې له هر ډول افراطی اقدامه چې په دغه هيواد كې د اسلامی ډلو تر مينځ د تفرقې سبب شی ډډه وكړی.


د قران نړيوال خبری اژإنس ايكنا د يو راپور پر اساس، د ايران د خارجه وزارت په بيانیې كې راغلې دی : د مصر پوه او انقلابی ولس د خپلو مدبرو مشرانو په مرسته لكه څنګه چې یې په تيرو وختونو كې د اسلام او مسيحيت تر مينځ د اختلاف اچولو لپاره د صهيونسټانو توطئه شنډه كړه دا ځل به هم د خپل ملی و حدت او انقلاب دفاع وكړی.


په دغه بيانیې كې د مصر له دولته غوښتل شوې چې په پوره هوښيارۍ سره داسلامی ډلو تر مينځ د اختلاف اچونې له سپيره توطئې سره مقابله وكړی او د هر ډول نفاق مخه ونيسی.


افراطی سلفيانو وړمه شپه ، د قاهرې د جنوب په الجيزه ولايت كې څلور شيعيان ووژل .


1247615


captcha