کد خبر: 1260988
تاریخ انتشار : ۲۹ تير ۱۳۹۲ - ۱۹:۱۱

د ايران خارجه وزارت په شام كښې د حضرت زينب(س) په حرم راكټی بريد وغانده

سيد عباس عراقچی نن په سوريه كښې د حضرت زينب(س) په سپیڅلی حرم،زيارتوالو او لمونځ كوونكو ترهه ګر بريد وغانده


سياسی ډله: سيد عباس عراقچی نن په سوريه كښې د حضرت زينب(س) په سپیڅلی حرم،زيارتوالو او لمونځ كوونكو ترهه ګر بريد وغانده


د ايران د قران نړيوال خبری اژانس ايكنا د يور راپور پراساس، هغه همدا راز له نړيوالې ټولنې په تيره بيا له اسلامی هيوادونو یې وغوښتل له اسلامی سپیڅلتياؤ د ساتلو په وړاندې خپل مسؤليت ادا او له اسلامی او نړيوالو قوانينو سره په توپير كښې د دغه انسانی ضد جنايت د تكراريدو د مخنيوې لپاره خپلې درستی هڅې وكړی.


د المنار د راپور له مخې ترهه ګرو پرون د سوريی په جنوب ريف ولايت كښې د حضرت زينب (س) په سپیڅلی حرم څلور راكټونه وويشتل چې له كبله یې د دغه حرم د چارو مدير ووژل شو .


د ترهه ګرو پ دغه بريد كښې يو شمير زيارتوال هم ژوبل او دغه سپیڅلی زيارت ته هم تاوان ورسيده.


له دې سره په يوه وخت ولسی كمیټو چې د د حضرت زينب(س) د حرم د ساتلو دنده په غاړه لری ،د ترهه ګرو د تيريو په ځواب كښې، د دمشق په خوا كښې په حجيره سيمه كښې د ترهه ګرو په پټن ځای بريد كړی او يو شمير ترهه ګر یې ژوبل كړی دی .


1260685


captcha