د اسلامی انقلاب معظم لارښود پرون مازدیګر د نظام له مسئولانو او چاروالو سره په پرتمينې كتنې كې له ايران سره د امريكايانو وروستيو خبروته په اشارې سره وفرمائيل، سږكال په پيل مو ووئيل چې له امريكا سره خبرو اترو ته خوشبينه نه يو،كه څه هم په وروستيو كلونو كې مې د عراق په څير په خاصو موضوعګانو كې خبرې اترې منع كړی نه دی.
سياسی ډله: د اسلامی انقلاب معظم لارښود پرون مازدیګر د نظام له مسئولانو او چاروالو سره په پرتمينې كتنې كې له ايران سره د امريكايانو وروستيو خبروته په اشارې سره وفرمائيل، سږكال په پيل مو ووئيل چې له امريكا سره خبرو اترو ته خوشبينه نه يو،كه څه هم په وروستيو كلونو كې مې د عراق په څير په خاصو موضوعګانو كې خبرې اترې منع كړی نه دی.
د ايران د قران نړيوال خبری اژإنس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، اسلامی انقلاب معظم لارښود حضرت آيت الله العظمی سيد علی خامنه ای زياته كړې په همداوورستيو څو مياشتو كې دامريكائی مسئولانو دریځونه يوځل بياهغوی ته د خوشبين نه كيدا ضرورت تآئيد كړ
ښاغلی حضرت آيت الله العظمی سيد علی خامنه ای وفرمائيل ، مونږ تل له نړۍ سره تعامل ته ژمن يو خو له نړۍ سره په تعامل كې مهم ټكی دمقابل لوری پيژندګلوی او دهغوی ليدتوګې دی ځكه كه په سمه ئې ونه پيژنو ،نو تيربه وځو . دوی ټينګار وكړ له نړۍ سره تعامل كې بايد دخپلو دښمنانو كړچار هير نه كړو حتی كه دمصلحت په اساس هم ورته ونه وايو .
داسلامی انقلاب معظم لارښود وويل دايران دملت په وړاندې استكبار ،ارتجاع ، ځينو لودیځی سرغنو او دسيمې دځينو كمزوری حكومتونو مسئولانو يوه داسې پراخه جبهه رامينځةكړې ده چې تر اوسه پورې ديوه هيواد په وړاندې هم نه ده جوړه شوې .
حضرت ايت ا... العظمی سيد علی خامنه ای له دې وروسته دهيواد حالاتو ته په پراخې كتنې كې اوه واقيعيتونو ته توجه وكړه ،يعنی غوره جغرافيائی موقيعيت (جرړه ايز او زاړه تمدن او وياړمن تاريخ )نامتو انسانی وړتياوې او طبيعی زيرمې اوشتمنۍلومړنی درې واقيعيتونه وو چې د اسلامی انقلاب معظم لارښود ورته اشاره وكړه . دوی همداراز دمشروطيت ، دتيلو ملی كيدا غورځنګ او داسلامی انقلاب په درو پړاؤنو كې ملی او عمومی ویښتيا ديوه بل واقيعيت په توګه ياد كړه اووې فرمايل ، په دغو پړاؤنو كې ملی پاڅون او همداراز داسلامی جمهوری نظام جوړيدا چورلټ ځواب ؤ هغو ګوزارونوته چې ايران دپرديو يرغلونو له پلوه خوړلی وو .
دوی دغه راز په بيلابيلو سياسی ،اقتصادی ، علملی او كلتوری ډګرونو كې غوره او بريالی حركت تجروبه بل واقيعيت وباله چې بايد هيواد ته په غوره او سترې كتنې كې په پام كې ونيول شی .حضرت آيت ا.. العظمی سيد علی خامنه ای دايران اوسنی اوتاريخی واقيعيتونو په بيانولو سره ټينګار وكړ اقتصاد موضوع او دعلمی پرمختګونو دوام بايد دټولو مسئولانو دكار په لومړيتوب كې ځای ولری
دوی هغو پرله پسې الهی نصرتونوته په اشارې سره چې دايران پر ملت لورول شوی دی زياته كړه له هغو الهی مهربانيو وروستۍ دولسمشرۍ په انتخاباتو كې دخورا سترې سياسی حماسې پنځول وو چې ددغې لوئې حماسې آثاربه سوكه سوكه په بيلابيلو برخو كې ښكاره شی
داسلامی انقلاب معظم لارښود دينی ولسواكی او سالمه ولسی ديموكراسی خورا ستر داخلی برياليتوبونه وبلل او زياته ئې كړه ، دتقنينی او اجرائی قدرت په سالم ډول لاس په لاس كيدا هغه هم په لودیځ كې ددودو تفكراتو او ا ندیښنوپرته ،يو نوی او ارزښتمند ماډل دی چې دايران ملت او اسلامی نظام دنيا ته وړاندې كړی دی
دمسلمانانو ولی امر همداراز دباطنی قدرت او جوړيدا عناصرو په بيانولو كې دمسئولانو او خلكو دكلك هوډ او له دښمنيو اومشكلاتو سره په مخامخيدا كې دهغوی دنه لړزانه كيدا په ضرورت ټينګار وكړ او روښانه ئې كړه مسئولان بايد هیڅكله هم په سياسی ،اقتصادی او تبليغاتی ډګرونو كې ددښمن له ځیږو او كركيجنو او ګواښونكورودو په وړاندې لړزانه نه شی
داسلامی انقلاب دمعظم لارښود له وينا مخكې داسلامی ايران ولسمشر ډاكټر محمود احمدی نژاد په بيلابيلو حوزو كې دحكومت اته كلن كړچار په باب مفصل راپورهم وړاندې كړ.
1261641