کد خبر: 1304243
تاریخ انتشار : ۲۶ مهر ۱۳۹۲ - ۱۸:۴۹
په قم ښار كې د شيعه ؤ لوی مرجع او مجتهد

ايت الله مكارم شيرازی د وهابيت له نويو تحركاتو سره د مقابلې لپاره د هڅو په ضرورت ټينګار وكړ

په قم ښار كې د شيعه ؤ يو ستر او لوی مرجع او مجتهد ايت الله مكارم شيرازی د وهابيت له نويو تحركاتو سره د مقابلې لپاره د هڅو په ضرورت ټينګار وكړ.



د قران نړيوال خبری اژانس ايكنا د يو رپوار پر اساس چې د ايكنا له قم څانګی یې نقلوی چې مخې ايت الله ناصر مكارم شيرازی چې په قم ښار كې يو لوی مجتهد او د تقليد مرجع دی نن د څلورم امام ، سجاد عليه السلام د نړيوالې غونډې له چاروالو سره په كتنه كې د ايران په ځينو سيمو كې د نفوذ لپاره د وهابيت نقشې ته په اشارې سره زياته كړه: د وهابيت له نويو خوځښتونو سره د مقابلې لپاره هڅې بايد تر پخوا زياتې شی.


ښاغلی ايت الله مكارم شيرازی د وهابيت توطئه او دسيسه په سيمه كې د اهل بيتو عليهم السلامو د مكتب او د اسلامی ايران د نفوذ له پراختيا د خطر د احساس له امله وبلله.


دغه ستر مرجع هم دا راز د امام سجاد عليه السلام د نړيوالې غونډې جوړول د وهابيت له خوځښتونو سره د مقابلې او د اهل بيتو عليهم السلامو د اثارو د خپروی لپاره يو مناسب اقدام وباله .


1304092


captcha