د قران نړيوال خبری اژانس ايكنا د يو راپور پر اساس، چې له ولسمشر له دفتر ويب پاڼې یې نقلوی چې د اسلامی ايران ولسمشر د ايران فعاله دپلماسی د بايكاټونو د زياتيدونكی بهير د درولو لپاره زمينه برابروونكې وبلله.
ښاغلی حسن روحانی پرون مازیګر د كابينې په غونډه كې وويل: په جنيوا كې له پينځه جمع يو ډلې سره په خبرو كې د ايران فعالې دپلماسۍ د نړيوال افكار حتی د ايران په بايكاټوونكو هيوادونو كې هم ځانته جلب كړې او ګام په ګام د ايران د ایټمی حقوقو په تثبيت سره د ايران د ملت په وړاندې خنډونه لرې كوی.
ښاغلی روحانی تاكيد وكړ: له نړۍ سره په رغنده تعامل كې د ايرن فعالې دپلماسۍ چې د اسلامی انقلاب د ستر لارښود په ملاتړ سره وه په دې لنډه موده كې د نړۍ دولتونه په ايران كې د ولسواكۍ ستاينې ته مجبوره كړې او د بايكاټونو بهير یې ودرولی دی.
1305563