د اسلامی ايران ولس مشر حسن روحانی نن په يوه پيغام كې د ايران د يو شمير سرحد ساتونكو د شهادت د تسليت تر څنګ د كورنيو چارو له وزير وغوښتل زر تر زره د يوې كمیټې په جوړولو سره د پیښې دقيقه پلټنه وكړی او راپور ېې د ولس مشرۍ دفتر ته وسپاری.
د قران نړيوال خبری اژانس ايكنا د يو راپور پر اساس، هم دا راز د بهرنيو چارو وزارت ته هم ولس مشر امر كړی تر څو له پاكستان سره د امنيتی تړون په چوكآت كې دا مسئله له پاكستانی لوری سره مطرح او نتيجه ېې د ولس مشرۍ دفتر ته زر تر زره وړاندې كړی .
ښاغلی روحانی په خپل پيغام كې زياته كړې د ايران د خاورې خپلواكی عزت او استقلال تل د بد غواړو په سترګو كې اغزی دی خو د دې خاورې ساتونكو تل شرافت او شجاعت ته معنا او مقام وركړی .
هغه زياته كړه دولت مصمم دی د خلكو په ملاتړونو په تكېې سره د اشرارو او پلان شويو شرارتونو په وړاندې د خپل هيواد له پولو ساتنه وكړی .
هغه د اسلامی انقلاب معظم لارښود انتظامی ځواكونو او د شهيدانو كورنيو ته د ۱۷ ايرانی سر حد ساتونكو د شهادت تسليت ووايه او كورنيو ته ېې د عظيم صبر غوښتنه وكړه .
د كورنيو چارو وزارت د سياسی امنيتی چارو مرستيال علی عبد الهی وويل د پیښې د هر اړخيزې پلټنې لپاره يوه كمیټه جوړه شوې تر څو پیښه په هر اړخيز او دقيق ډول زر تر زره وڅیړی .
هغه وويل د امنيتی موافقې په اساس پاكستان هم ژمن دی تر څو خپله پوله د اشرارو د اوښتو د مخنيوی په موخه په منظم ډول وڅاری .
تيره شپه د ايران د سويل ختیځ د سيستان او بلوچستان ولايت په جنوب كښې د نښتې له امله ۱۴ پوله ساتونكی شهيدان او شپږ نور ټپيان شول.
1308158