IQNA

النصره جبهې د لبنان دننۍ بم چاودنې ذمه واری پرغاړه واخیستله

9:20 - January 22, 2014
د خبر لمبر: 1361891
نړیواله ډله: د لبنان النصره ترهګرۍ جبهې چې په سوریې کښې له القاعده ډلې سره نږدې ارتباط لری نن په بیروت کښې د ترهګرې بم چاودنې چې څلور (۴) کسان پکښې ووژل شول ذمه واری پرغاړه واخیستله.
د قران نړیوال خبری اژانس ایکنا د یو راپور پر اساس چې له خبری ویب پاڼې المنار یې نقلوی چې نن د لبنان په جنوب کښې په حارث هریک سیمه کښې چې د اسلامی مقاومت غورځنګ حزب الله یو پیاوړی مرکز دی  په یوې ځان وژونکی حملې کښې څلور(۴) کسان  ووژل شول .
د ویلو ده چې سعودی عربستان په سوریې کښې له سختې ماتی وروسته اوس د ترهګرو فعالیتونو مرکز لبنان او عراق ګرځولی او هلته یې د خپلې  جاسوسۍ ادارې او ګوډاګیانو په وسیله ترهګرو بم چاودنو او حملو ته مخه کړی ده.
د سیمې خلک د سعودی عربستان لخوا  له ترهګرو ډلو سره په ملاتړ سخت غصه دی او د دغه ملاتړ د ختمیدا غوښتنه کوی.
د بیروت ننۍ بم چاودنی ذمه واری د القاعدې یوې ډلګې النصره جبهې غاړه واخیسته.
 
1361740
captcha