IQNA

د فلسطین د اسلامی جهاد غورځنګ مشر، له علی لاریجانی سره وکتل

9:01 - February 06, 2014
د خبر لمبر: 1371631
نړیواله ډله: د فلسطین د اسلامی مقاومت غورځنګ عمومی منشی په تهران کې د ایران د پارلمان مشر سره وکتل.

د قر ان نړیوال خبری اژانس ایکنا د یو راپور پر اساس، دا خبر زیاتوی چې ډاکټر علی لاریجانی پرون د فلسطین د اسلامی جهاد غورځنګ له عمومی منشی، رمضان عبدالله سره په کتنه کې د صهیونیسټی رژیم د پراختیا غوښتنو او تېریو پر وړاندې د فلسطین د مظلوم ملت له مقاومت څخه پر ملاتړ ټینګار وکړ.
د ایران د پارلیمان مشر ښاغلی علی لاریجانی په دې کتنه کې هیله مندی څرګنده کړه چې د مهمو اسلامی هېوادونو ترمینځ د غږملتیا په پیاوړتیا سره د قدرمن فلسطین د سپېڅلو هیلو په پیکه کولو کې د دښمنانو د ناکامۍ شاهدان و اوسوو.
د فلسطین د اسلامی جهاد غورځنګ عمومی منشی هم په دې کتنه کې له مختلفو هېوادونو په ځانګړې توګه د سیمې او اسلامی نړۍ له هېوادونو سره په تعامل کې د ایران د اسلامی جمهوریت فعال ډیپلوماټیکی چلند په ستاینې سره، د اسلامی ایران بریالیتوبونه او لاسته راوړنې د ټول اسلامی امت بریالیتوبونه وبلل.
1371475

captcha