IQNA

روحانی: تهران له ټولو اسلامی هېوادونو سره د ښو اړیکو د پراختیا په لټه کې دی

21:53 - March 03, 2014
د خبر لمبر: 1382530
سیاسی ډله: د ایران د اسلامی جمهوریت ولسمشر ډاکټر روحانی وویل: تهران له اسلامی هېوادونو په ځانګړې توګه ګاونډیانو سره د ورور ګلویزو او ښو اړیکو د پراختیا او ساتلو هوډمن دی.

د قر ان نړیوال خبری اژانس ایکنا د یو راپور پر اساس چې د ایران د ولسمشرۍ ماڼۍ د مطبوعاتی دفتر له ویب پاڼې یې نقلوی چې د ایران داسلامی جمهوریت ولسمشر، ډاکتر حسن روحانی نن په ایران کې د عربستان د نوی سفیر، عبدالرحمن بن غرمان الشهری د باور لیک د وړاندې کولو په مراسمو کې، په سیمه او اسلامی نړۍ کې د دواړو هېوادونو ځای ګاه ته اشاره وکړه او زیاته یې کړه چې تهران او ریاض له یو بل سره د اړیکو د پراخولو او ژورتیا لپاره د پام وړ وړتیاوې لری.
روحانی د دې په بیانولو سره چې د ایران د اسلامی جمهوریت لپاره عربستان د اسلامی هېوادونو په ځانګړې توګه ګاونډیانو په مینځ کې ځانګړې ځایګاه لری، وویل چې د ایران او عربستان تعامل او ملګرتیا له شک پرته کولای شی چې د ټولې سیمې د امنیت او ټیکاو لپاره ګټور و اوسی.
ولسمشر حسن روحانی همدارنګه پر دې په ټینګار سره چې د ایران اسلامی جمهوریت اراده د اړیکو لوړول او د تعامل ژور والی دی، زیاته کړه چې د ایران دولت په راتلونکې کې له دوست او ورور هېواد، عربستان سره په سیاسی، اقتصادی، کلتوری ټولو برخو کې او د ټولو سیمه اییزو او نړیوالو مسایلو په اړه د ملګرتیا او نظر د تبادلې د پراختیا غوښتونکی دی.
په ایران کې د عربستان نوی سفیر هم د خپل باورلیک په وړاندې کولو سره، د ایران او عربستان د دوو ملتونو او مشرانو ښې اړیکې، د دواړو هېوادونو د اړیکو د پراختیا لپاره مهم او اغیزمن عنصر وباله او ویې ویل چې د ایران د نوی دولت چلندونو او ددواړو هېوادونو په اړیکو کې د  نوی تعلقاتو پرانیستلو د عربستان په ملت او چارواکو کې مثبت اخیستونونه راپیدا کړی دی.

1382421

captcha