IQNA

له شیعه او سنی اوقاف شریکه اعلامیه نه تر جهاد له فتوی نه د عراقیانو په پراختیا هرکلى + فلم

8:14 - June 24, 2014
د خبر لمبر: 1421760
نړیواله ډله: د عراق بابل ولایت د شیعه او سنی اوقاف ادارو په اعلامیه کښې په شریکه د شیعاګانو د مرجعیت فتوای او د اهل سنت فقهی شورای له وسله وال ځواکونه مرسته او ملاتړ نه د حمایت اعلان کړی.

خبر خپروونکې د قرآن نړیواله ټولنه(ایکنا) خبری څانګه عین القراق نه په نقل، په دې مشترکه اعلامیه کښې راغلې: له توجه سره موجوده شرایط چې زمونږ خوږ هیواد ورسره مخامخ دې، او د تاریخ شرایط سره چې اوسنۍ کوم ډېر سخت بریدونه له تکفیری داعش ډله چې د صدام رژیم نه پاتی بعث په حمایت سره عراق ریښکۍ ریښکۍ کولو او د دې ځمکه خاوندانو کښې فتنه اچولو لپاره یی عراق هدف ګرځه ولی.  په ریښتینوالی غوڅ ځوابی سره د هیواد په چیغه او د شیعه مرجعیت او د سنی فقهی شورای په آواز لبیک وایو.
د دې اعلامیه په یو بله برخه کښې راغلی: مونږ د خپل حمایت او مرسته که هغه عملی وې او که ژبنی او که هغه سر تیرى د دښمن سره مقابله ته وسله وال ځواکونه سره ډلییز تګ وې مونږ اعلان کوو چې مونږ شیعګان او سنیان له یو بل سره متحد یو. او سره به د هر هغه دسیسه چې د هیواد اتحاد هدف ګرځه وې او زمونږ ناموس او زمونږ د مقدساتو سپکاوى  کوې مخ نیوې لپاره ولاړ یو.
د جهاد له فتوی د عراقیانو په پراختیا هرکلى
د العالم خبری ویب پاڼه راپور ورکړې: د عراق د مرجعیت د جهاد له اعلان نه پس ترهګرو سره جنګ لپاره هره ورځ د بېل بېل سیمو نه د راتلونکې سرتېرو په شمېره کښې اضافه کېږې تر دې حده چې تر اوسه د سرتېرو شمېر د اعلان شوې ضرورت نه لس برابره زیات دې.
فالح الفیاض، د عراق د ملی امنیت سلاکار وویل: د عراق لومړی وزیر نوری مالکی حکم ورکړې چې د سرتیرو لپاره یوه اداره جوړه شی.
الفیاض ټینګار وکړو چې د سرتېرو شمېر د جنګ میدان کښې د ضرورت نه لس برابره زیات دې.
هغه زیاته کړه: اوس د سرتېرو ترتیبول، د هغې لپاره د سرمایه او د ضروری وسلو هلې ځلې شروع دې.
د عراق مرجعیت په تیره جمعه د فتوای ورکړې وه: هغه ټول کسان چې وسله حمل کولی شی او ترهګرو سره جهاد کوې باید امنیتی ځواکو په صفوو کښې شامل شی.
د عربی ټولنه د عراق په حقله بیړنى غونډه
د عربی ټولنه غړی بیړنی غونډه کښې پرون، د عراق په حقله، د سیاسی ډلو سره د یو کېدو او ترهګر ډله داعش او غړو سره د جدی مقابله  غوښتنه وکړه.
خبری څانګه رویترز په دې حقله لیکې: د عرب ټولنې دایمی غړی پرون بیړنی غونډه پیل کړه، د عراق روانو کړکېچو او په نورې سېمې په امنیت باندې د هغې منفی اثرات څخه د سیاسی ډلو سره د یو کېدو او ترهګر ډله داعش سره مقابله  غوښتنه وکړه.
احمد بن حلی د عرب ټولنه رئیس مرستیال د غونډی نه پس د خبریالو ته وویل: نن سبا دا څه چې په عراق کښې روان دې، نو دا نه یواځې د عربی هیوادونو له امنیت لپاره بلکې د ټولی سیمه لپاره خطره ده. مونږ خپله اراده څرګنده کړې خو ولی عراق باید قبوله کړې. او د عراق نه د حمایت پریکړه په دې حالاتو کښې غوښتنه کوې چې ټول ستونزې مطالعه شی.
محمد العلمی چې د پرونی غونډه مشر وو هم د غونډه نه پس له عرب لیګ غړو سره په خبرو د عراق بحران حل کولو ته اشاره وکړه.
قیس العزاوی په عرب لیګ کښې د عراق نماینده خپل خبرو په وار پرونی غونډه کښې وویل دا ټولنه سره د دې چې د عراق نه حمایت لپاره محکم دریځ نیولو لپاره په موجوده سختو حالاتو کښې ستونزې وجود لرې، زیاته کړه: عراق له نورو هیوادونو نه عسکری مرسته غوښتنه نه ده کړې او نه د ترهګر پاى رسولو لپاره بهرنیو ځواکونو مرسته ته اړتیا لرې.
د آیت الله سیستانی فتوای د داعش او بعث ملا ماته کړه
له بله غاړه، محمد المهری، د آیت الله سید علی سیستانی د کویت نماینده وویل: د آیت الله سیستانی فتوی د جهاد او وسله سره ځواب ورکول په عراقی ښاریانو باندې کفایی ګرځولو د داعش او د عراق خلاف دسیسه کونکو او د عزت ابراهیم الدوری او د بعث ملا ماته کړه.
هغه زیاته کړه: د جهاد دې لویه فتوی سره، آیت الله سیستانی د عراق اسلامی پاڅون قوماندان او د ټولو عراقیانو د سر تاج لقب واخیستو، دې فتوی د عراق ولسو ته د داعش نه نجات ورکړو. د عراق د پوځ روحیه یی اوچته کړه او د اصیل اسلام خلاف دسیسه یی شنډې کړه.

1418011

captcha